هسې فکر مې کولو چې هغه خلک چې د افغان په نوم د افغانستان په داخل او خارج کې امتيازات اخلي. دوي ولې د افغان د نوم سره پېژند پاڼه(تذکره) نه اخلي؟. عجيبه ده چې د افغانستان هره لوړه چوکۍ مې پلارنئ حق دی خو د افغان د نوم څخه کرکه کوم. که دولت د دولت په شکل کار کول غواړي نو هغه چې د افغان په نوم فخر کوي هغوي ته دې د افغان د کليمې لاندې پېژندپاڼې ژر تر ژره توضيع کړي. هغه چې د افغان د نوم څخه ځانونه لرې ساتي هغوي ته دې د مهاجرت کارټونه ورکړل شي.
افغان دولت دې په جدي ډول د نړۍ ټولو ډيپلواټيکو تصديو ته ليکلي سندونه وسپاري چې څوک د دوي په هيوادونو کې د افغان په نوم طابعيت لري يا موقطی اسناد لري د هغوي په دوسيګانو دې بيا د سره کتنه وکړي تر څو دا خبره يقيني شی چې دوي واقعا افغانان دي او که د اسنادو د خاصلولو له پاره ېې تقلب کړی دی. افغان دولت دې په جدي ډول د هغو خلکو امتيازات صلب او دا دې معلومه کړي چې کله دوي په افغانيت شرميږي نو امتياز د کومې خبرې اخلي؟. يو ځل بيا په دولت غږ کوو چې دلته د افغان پرته توکمونه چې کوم امتيازات اخلي هغه ټوله بوديجه دې د افغان کډوالو په راستنېدو مصرف کړی شی. دولت دې نور د افغان فقير قام حق په نورو نه مصرفوي ملت ته دې پوره حق په هره برخه کې ورکړل شي. د کابل ارګ هم سمې ډرامې جوړې کړيدي. شينواري چې د دولسو اداري واحدونو څخه برخمن دي په هغوي د بمونو د مور ازموينې کيږي او هغو بدمعاشانو ته چې د يوې ولسوالۍ نفوس ېې د ديرش زره څخه نه زياتيږي دې لنډغرو ته د ارګ لخواه د ولايت تشکيل ورکوی. دا نو نور د انصاف خبره نه ده چې افغانيت ته مې قايل نه ياست او برخه د نورو ټولو څخه زياته غواړي.
اوس نو افغانان راويښ شويدي ارګ به اوس داسې فيصله کوي هغه څوک چې د افغان د کليمې سره جوړ نه دي امتيازات دې ترې واخيستل شی او د کډوالۍ پيژندپاڼه دې ورته ورکړل شی. او هغه څوک چې په دې خاوره کې زېږېدلی وی او ځان ته افغان وائ ټول حقه حقوق دې ورکړل شی. عجيبه حالت دی مړ هم پښتون دی در په در هم پښتون دی مهاجر هم پښتون دی.
د بمونو لاندې هم پښتون دی د بمونو د پاسه هم پښتون دی. د خپله کوره بې کوره هم پښتون دی. دا خو نه منونکې بدمعاشي ده چې که چوکۍ او امتيازات را کوې ښه ګني نه ېې منم بغاوت کوم. هسې که څوک نه خفه کيږي نو دا ټولې نادودې افغانانو ته د پخوانی اولسمشر کرزي څخه اوسني نظام ته په ميراث راپانې دي. دوي په مونږ ځکه تېره راځي چې دوي نظام داسې د ځان تابع کړی دی چې په هره تصدۍ کې ېې لنډغر قاچاقبران، انسان تښتونکي او قاتلان ځای په ځای کړيدي.
د پښتنو لاسونه خو اول ورته کرزي تړلي و او اوس غني لګيادی يواځې د يوه هزاره توکم لپاره هر څه کوي خو چې زور پرې راشی خوله ېې بيا چينګه پښتانه نيولې وي. مونږ غني ته د ده د واک اخيستو پر مهال د ده يوه خبره ورياده کړه چې نوموړي يو وخت د يوې رسنۍ سره په خبرو کې ويلي و چې د فساد د له منځوړلو اسانه لار داده چې په لوړه کچه ککړ کسان يواځې لس په يوه څلور لياري کې راځوړند کړه فساد به خپله کډه وکړي. خو چې کله ده واک واخييت دی هم په فسادي رنګ کې ککړ شو. کور دې د مير دين جوات شه څه قحط الرجال خو نه دی را پورته شه او يوه ځوانه تانده کابينه د پوهنتون د استادانو او نورو منورطنو څخه جوړه کړه چې نظام په سمه لار رهي شي خو ده داسې ونکړل او د پخواني دولت په شان ېې هغو تکيه وکړه کومو چې دا نظام خوړين کړی ؤ. پرتوګ دې سوړې سوړې راوړ چې هره سوړه دې کنډم ژړا راځينه. بس نو دغسې کيسې او نادودې د غني خان په پاچاهئ کې هم ښه په درز کې روانې دي. ځنې وائ چې بديل نه شته دا نو لوی لېونتوب او احمقتوب دی. د شينوارو مېنې وسوزېدې مالونه ېې هلاک شول د بمونو مور پرې راګوزار کړل شوه په بمونو کېنول شول کډوال شول خو تر ننه غني خان د يوه شينواري د يوه کوټوال د يوه خوږياڼي در ته نه دی ورغلی او نه ېې ترننه د امريکا د ړندو بمباريو غندنه کړېده.
نو حيران شو چې خبره د کوم ځايه را واخلو او چاته خبره وکړو چا ته فرياد وکړو؟. خو دا نن چې د افغانيت څخه منکر شول نو بيا هم مونږ چوپه خوله نه يو ناست او د دې پليتو غندنه ښه په نره کؤو خو زمونږ پوښتنه بيا څوک نه کوي.
زه د اشنا سترګو بلا وخوړم
چاته فرياد وکړم چې چاوخوړم.
بس دومره به ووايو چې وطنه اللهﷻ دې د هر غليم څخه په امن کې وساته ګني وطنه ستا دښمنان ستا په زړه د کابل په ارګ کې تشيږي او ډکيږي.