جهاد څه ته وايي؟

جهاد(سعې او کوښښ) يا د (حضرت باچا خان د عدم تشدد فلسفه ) د خپلو حقه حقوقو لپاره رواه مبارزې ته جهاد وايي. لکه نن چې د منظور پښتون ملګرو شروع کړی دی اصلي جهاد هم دا دی. د منظور پښتون د ملګرو جهاد او مبارزه دهغه هيواد د قانون لاندې ده. همدا قانون دوي ته دا حق ورکوي چې د دې هيواد د نورو وګړو په شان ورته حقوق او ژوند ژواک ولري.

اوس که چاراواکي، استخبارات او يا بل قدرت د دوي رواه غوښتنې نه مني نو د دنيا هيڅ قانون دوي د خپلو حقوقو د غوښتنو څخه نه شي محرومولی. خو که چېرته په اولسونو باندې زور ظلم او زياتی شروع شي نو خلک بيا مجبوريږي چې بغاوت وکړي ولې چې د نه منلو اخيري پوله سر غړونه ده.

د پښتون تحفظ مومنټ په ملګرو تورونه لګول کيږي چې دوي د هندي استخباراتو او د افغانستان څخه ېې لارښوونې تر لاسه کړيدي خو د دې تنظيم د مشر (منظور احمد پښتون) دمثبتو او رغنده ځوابونو تر اوسه د تور لګونوکو خلې ماتې کړيدي. د ښاغلي منظور پښتون په مشرۍ کې دا تحريک د اپريل په اتم تاريخ په پېښور کې يوه لويه غونډه لري چې ګمان کيږي چې دا غونډه به د سيمې په تاريخ کې هم بيمثاله وي . رسنۍ کاږي چې همدې خبرې د چارواکو خوبونه حرام کړيدي. دولتي رسنۍ، استخبارات، د پوځ وياند او نور ټول دا کوښښ کوی چې د خلکو مخ د پښتون تحفظ مومنټ د کاميابو هلو ځلو څخه د پاکستان تحفظ مومنټ په نوم او د يو څو پيرپرسته حلقو ته واړوي خو داسې ماتې ېې وخوړه چې خلک ورته ګوته په خوله خيران پاتې شول . اوس يوه بله دسيسه دا روانه ده. چې د پولټيکل د زرخريدو ملکانو په واسطه او همدا شان دکندز او نورو مسلو خواته خلک سوق او جزب کړي خو نن خلک دومره هوښيار دي چې حق او ناحق ښه پيژني. اتم تاريخ ته څو ورځې پاتې دي خو اللهﷻ دې خير کړي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په مخ کې به نور څومره خنډونه او دسيسې راولاړيږي دا روسته خبره ده خو د پښتنو دتحفظ مومنټ چيغو د پاکستان پولې کراس کړيدي او نن د دې تحريک چيغو په برسلز، جنيوا ،کيف،ماسکو، ټورنټو او نيويارک کې هم خلک په ځان راخبر کړيدي.

نو ښه خبره داده چې ادارې، استخبارات او عدليه دې په پراخه ټنډه د دې غورځنګ مطالبې ومني او خپل حقوق دې ورکړي. خدانخواسته که داسې ونه کړي نو دا غورځنګ به نور پراخه شي او مينوال به ېې هم زيات شي بيا به ېې سمبالول د چا د وس کار نه وي نو دا به بيا هغه وخت رارسېدلی وي چې څوک کومه غوښتنه کوي نو تر شاه به ېې غټ او لوي ملاتړ ولاړ وي. اوس هم وخت شته چې د بنګال غوندې حالاتو د مخنيوي لپاره دا فرصت غنيمت وګڼل شي او د فاټا اولس ته خپل حقوق ورکړل شي .اوس د فاټا خبره ده صبا بيا د لوېې پښتونخواه خبره ده او بيا د نورو اقليتونو.