
دايکنډي او باميانو ته د ولسمشر غني سفرونه او په کابل کې د تېرې ورځې لاريونونه سره څه تړاو لري؟
ډاکټر نېک محمد ويال
د همدې اونۍ په سر کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دويم مرستيال سرور دانش په ګډون د هېواد دوو مرکزي هزاره مېشتو ولايتونو (دايکنډي او باميان) ته سفرونه وکړل. ولسمشر د خپلو سفرونو په ترڅ کې يو شمېر رغنيزې پروژې پرانېستلې، له قومي مشرانو، ديني عالمانو، ولسي وګړو او ميرمنو سره يې ناستې تر سره کړې. نوموړي خلکو ته په وينا کې په غېر مستقيم ډول دا هم وويل چې د راتلونکو ولسمشرېزو ټاکنو په ټاکنيز ټيم کې به سرور دانش ورسره وي او د تېر حکومت نيمګړې چارې به بشپړې کړي.
د دايکنډي او باميانو ولايتونو اوسېدونکو هم له ولسمشر غني او سرور دانش هر کلی وکړ، په ګڼه شمېر يې د دوی په ناستو کې برخه واخېسته او له حکومت څخه يې خپل ملاتړ ښکاره کړ.
دايکنډي او باميانو ولايتونو ته د ولسمشر غني سفرونو او د خلکو ملاتړ په مرکز کابل کې د هزاره قوم هغه مشران چې پر خپلو خلکو سياسي سوداګري کوي، د ايران د ګټو لپاره يې کاروي او نامشروع ګټې د دوی له لارې ترلاسه کوي ورخطا کړل. دوی به دې فکر کې دي چې په راتلونکو ولسمشرېزو ټاکنو کې بايد د خپلو خلکو له ملاتړ عظيمه ګټه پورته کړي او داسې يې وښيي چې يوازې دوی د هزاره قوم مشرۍ کوي او دغه خلک ورپسې ولاړ دي.
د محمد محقق په شمول ځينې کسان چې نن د هزاره ګان د مشرۍ دعوه کوي، د خپلو خلکو د تېراېستنې په اساس توانېدلي دي چې په حکومت غټې برخې او څوکۍ تر لاسه کړي. که چېرې دوی په يو او بل نوم د خپل قوم ټېکاداري ونه کړي، نو نور داسې کوم جوهر ورسره نشته چې واک کې پاتې شي او يا هم واک تر لاسه کړي.
محمد محقق او د څنګ نورو ملګرو يې پلاني کار پيل کړ، ترڅو دايکنډي او باميانو ولايتونو ته د ولسمشر غني سفر بې اغېزې وښيي او دا څرګنده کړي، چې هزاره ولس د دوی پر شااوخوا راټول دی. د همدې موخو د تر لاسه کولو لپاره يې د غزني د جاغوري او مالستان د ژغورنې او دفاع چيغې په مرکز کابل کې پيل کړې.
دوی د لومړي ځل لپاره داسې قانون مات کړ، چې نه يې امنيتي وضعيت ته پام وکړ او نه يې هم امنيتي ځواکونه خبر کړل، د شپې په تياره کې يې د يوې کودتا په ډول لاريونونه پيل کړل او يو شمېر کسان يې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر لور راهي کړل.
پر سبا به يې بيا، د جاغوري او مالستان د ژغورنې چيغې په کابل کې پيل کړې، د ښار د ګډوډۍ سبب شول، د حکومت ضد شعارونه يې ورکړل او د ورځني ژوند چارې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې. وروستۍ پايله يې دا شوه چې يو ځانمرګي بريدګر لاريون کوونکي په نښه کړل، د ملي امنيتي ځواکونو په شمول يې يو شمېر ولسي وګړي هم ووژل او د محمد محقق ارمان پوره او خپلې موخې يې تر لاسه کړې.
د کابل د تېرې ورځې د لاريون موخه دا نه وه چې د غزني د جاغوري او مالستان ولسواليو د امنيتي وضعيت څخه حکومت خبر کړي، ځکه حکومت له وړاندې پرې خبر وو او د نورو ځواکونو ترڅنګ يې کمانډو ځواکونه هم دغه ولسواليو ته استولي وو. لاريون په دې پار شوی وو، چې محمد محقق او ملګري هزاره مشران يې ولسمشر ته وښيي چې هزاره قوم زمونږ تر شا ولاړ دی او ستا هڅې بې پايلې دي.