ولسمشریزې ټاکنې، سوله او امریکايي نظر

راپورونه ښيي، چې امریکا غواړي ترڅو ولسمشریزې ټاکنې وځنډیږي او ښايي پر یوې موقتې ادارې غور وکړي. په داسې حال کې چې ټاکنې زموږ لپاره لومړیتوب دی او باید په وخت ترسره شي.
 
که چیرته وخت مساعد نه وي، نو څنګه چې پارلمان د دریو کلونو لپاره وځنډول شو، نو اوسنۍ حکومت دې هم وځڼدول شي. دا به څو ګټې ولري؛ یو دا چې اوسمهال په سیمه کې د واک ترلاسه کېدو کلکه سیالي روانه ده نو د یو څه وت لپاره به ددې سیالي مخه ونیول شي. بل امنیتي وضعه هم دومره حاکمه نه ده، چې په ارامه فضا کې دې ټاکنې ترسره شي، نو که ځنډیږي حکومت به یې په وړاندې جدي ګامونه واخلي او له دې پرته نورې هم ډیرې ستونزې شته.
 
که د وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې کېدونکې وي نو طالبانو سره دې خبرې وشي او دننه دې په څو میاشتو کې نیغ په نیغه او یا په غیر مستقیم ډول له حکومت سره جوړې ته ورسیږي؛ ترڅو دوی هم د راتلونکو ټاکنو لپاره تیاری ونیسي.
 
همدا اوس په حکومت کې دننه او باندې ټول سیاسیون، هغوی چې غواړي واک ته ورسیږي؛ په یو نا یو ډول خپلې موخې ته د رسیدو لپاره په هڅه کې دي.
 
لکه برحاله ولسمشر محمد اشرف غني؛ د هېواد دننه، د نوموړي له وروستیو سفرونو ښکاري چې یو وار بیا ولس ته خپل پیغامونه رسوي ترڅو ولس بیا پر ده باور وکړي.
 
بل خوا ځینې نور چارواکي له همدا اوسه په شبکه جوړولو بوخت دي. ځینو لا د نورو په شبکو کې خپل مهم ځای پلټلی.

معلومات ښيي، چې د امنیت شورا پر پخواني مشر حنیف اتمر هم یوه ډول چارواکي راټول شوي او د ولس را یو ځای کېدنې لپاره یې هم په ځینو برنامو کار کړی دی.
 
له دې سره په خوا کې د لوی اېتلاف هڅې هم بې څه نه دي. د رسنیو راپورنو له مخې، دوی غواړي، چې د افغانستان په اوسني سیاسي نظام کې دې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره دریم مرستیال او د لومړي وزیر څوکۍ هم رامنځته شي.
 
دا حالت د حکومت دارۍ پر مسئله کې ډير دردونکی دی ځکه له ټاکنو وړاندې دا ډول ټاکنیزې هڅې بې پروايي او د اصولو خلاف عمل دی او حکومتي چارې یې ځنډنۍ کړې دي.
 
ټاکل شوې، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د روانې میاشتې له اتمې نېټې څخه تر شلمې پورې د افغانستان سربیره ځینو نورو هېوادونو له مسوولینو سره پرلپسې خبرې اترې لري. په دې درشل کې نوموړی تر اوسه پورې له ولسمشر غني، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د اسلامي جمعیت په استازولۍ یې د بلخ له پخواني والي عطامحمد نور سره لیدلي دي. له دې کتنو جوتیږي، چې ښاغلی خلیلزاد د سولې له موضوع پرته ممکن دغه چارواکي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر مسئله کې هم هوکړې ته ور رسوي.
 
تازه، د وروستیو راپورنو په ځواب کې ارګ ویلي چې د هېچا په خوښه ولسمشریزې ټاکنې نه ځنډیږي. د ولسمشر ستر سلاکار فضل محمود فضلي پر خپل ټوېټر لیکلي، افغان حکومت د دې ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی. هغه لیکلي چې افغانستان جمهوري هېواد دی:
"دلته د اساسي قانونو له مخې واک لېږدول کېږي. موږ ته بل هېڅ هغه وړاندیز د منلو نه دی چې د افغانستان له اساسي قانونو سره ټکر کې وي".

ولسونو دې نور وېښ شي. خپل ژوند ته دې وګوري او خپل راتلونکې دې جوړ کړي. په کار دا ده، چې د سیاسیون په تشو خبرې باید نور ونه غولیږي او د خپل راتلونکې او د هېواد پرمختګ لپاره دې رایه وړ کس ته ورکړي، ترڅو د دوی په سر چیرته سودا ونه کړي او دوی ته اسانتیاوو په برخه کې ډیر کار وکړي.