د قران کریم د مفسر محترم انجنیر حکمتیار د تفسیر (دقران دپلوشو) څخه :
دالقدردسورې تفسیر
بسم الله الرحمن الرحیم
د سورې معرفي:
د دې سورې نوم (القدر) دى چې له لومړي آيته اخيستل شوى، پنځه آيتونه لري، چې ټول ئې د لومړي آيت وروستي لفظ (القدر) ته ورته هموزنو صيغو پاى ته رسېدلي. په مكه مكرمه كې نازله شوې. كه څه هم ځينې مفسرين ئې مدني سوره ګڼي خو د سورې له متن، د بيان له انداز او څرنګوالي او له مكي سورتونو سره ئې له يورنګوالي او شباهتونو نه معلومېږي چې دا سوره په مكي دور كې نازله شوې.
د بحث محوري موضوع ئې د قرآن عظمت بيانول دى، د قرآن جلال او عظمت دومره لوړ او اوچت دى چې د نزول شپه ئې الله تعالى د ليلة القدر (د قدر شپه) ونوموله، د ارزښت شپه، نه با ارزښته شپه، هغه شپه چې په خپله ارزښت دى او د ارزښتونو لپاره ملاك او معيار، تر زرو مياشتو غوره، يعني د انسان تر ټول عمر غوره، دا د برخليك شپه ده، په دې كې د انسان او ملتونو برخليك ټاكل كېږي، چا چې د دې شپې قدر وكړ او هغه ستر الهي نعمت ته ئې په درنه سترګه وكتل چې په دې شپه كې د انسانانو په برخه شوى، دا ئې خپل كړ، وئې ساتو او شكر ئې په ځاى كړ، عزت او عظمت ته به رسي او چا چې د دې شپې عظمت ته اعتنا ونكړه، هغه نعمت ته ئې پام ونكړ چې دا د (قدر شپه) ئې ظرف وو، په همدې كې له لوړ آسمانه ځمكې ته راغلى، نو له سپكاوي او ذلت سره به مخامخ او په الهي عذاب او نقمت به اخته شي.
د (مقدراتو) په دې باعظمته شپې كې د هر انسان برخليك د ده د ژوند په ټولو برخو كې ټاكل كېږي، دا ځكه چې په هر كار د ګمارل شوو فرشتو له هرې ډلې او صنف نه ځينې له خپل سالار جبرئيل عليه السلام سره يو ځاى ځمكې ته راځي، د خپل رب په حكم او لارښودنه ټول له نظره تېروي، د هر يوه (ارزښت) معلوموي، د هر چا دريځ د دې (ليلة القدر) او د هغې د مظروف (قرآن) په هكله معلوموي، د ده د مقدراتو په پاڼې كې ئې ليكي او د دې له مخې د ده برخليك ټاكي. دا شپه تر سباوونه د (سلامتۍ) او له هر آفت او بلا نه د نجات پيغام له ځانه سره لري او فرشتې د هغه چا په لټه كې وي چې په دې ارزښتناكې شپې كې د سلامتيا او نجات لارې لټوي او هغه (قرآن) ته مخه كوي چې په دغې شپې كې نازل شوى او دومره اهميت ئې دې شپې ته وركړى، د (قدر شپه) هغه چا موندلې چې په هغې كې دا عزم او هوډ وكړي چې له دغې شېبې وروسته به (قرآن) د ده د ژوند د تيارو شپو مشعل وي.
بسم الله الرحمن الرحيم
انا انزلنه فې لیلة القدر.....
1- بې شكه چې نازل مو كړ د قدر په شپه. 2- او څه شي ته خبر كړې چې څه ده دا د قدر شپه. 3- تر زرو مياشتو غوره ده د قدر شپه. 4- په دې كې راكوزېږي د خپل رب په اذن ، روح او د هركار فرشتې. 5- سلامته ده دا شپه د سباوون تر ختو.
1ـ د لومړي آيت په اړه څو اساسي ټكي د ذكر وړ دي:
الف: كه څه هم په (انزلنٰه) كې د ضمير مرجع نه په خپله همدې آيت كې او نه په ټولې سورې كې نه دى ښودل شوې، خو د كلام له فحوى معلومېږي چې قرآن ته اشاره كوي او په دې كې ټول مفسرين سره متفق دي.
ب: د قرآن انزال او راكوزول هم په دې معنا ده چې دا الهي پيغام بر له آسمانونو لاندې ځمكې ته رالېږل شوى او هم په دې معنا چې د دې لوړ الهي كلام اوچته مستوى د انسان د درك او فهم كچې ته راكوزه شوې، يعني الله تعالى د خپل لوړ او باعظمته كلام مستوى دومره راكوزه كړې چې د ځمكې پر سر اوسېدونكي انسان ته د فهم وړ شي.
ج: د انزلنٰه (مونږ قرآن نازل كړ) په هكله ځينې وايي چې قرآن د وحي د پيل په دغې شپې كې ټول يو ځاى پر پيغمبر عليه السلام نازل شوى!! خو دا رايه د قرآن د هغو صريح آيتونو مغاير ده چې د قرآن په تدريجي نزول باندې تأكيد كوي. ځينې مفسرين دا وايي چې قرآن د ليلة القدر په دغې شپې كې ټول يو ځاى له عرشه د دنيا آسمان ته رالېږل شوى، دوى د عبدالله بن عباس رضي الله عنه په يوه روايت استناد كوي. راشئ وګورو چې د قرآن نور آيتونه د قرآن د نزول په اړه څه وايي، په كار ده د دې آيت تفسير تر هر څه د مخه په خپله په قرآن كې ولټوو او هغه رأيه لرې وغورځوو چې له قرآني شرحې سره تصادم كوي. قرآن په دې هكله په ډېر صراحت سره فرمايي:
وَقُرْآناً فَرَقْنَاهُ لِتَقْرَأَهُ عَلَى النَّاسِ عَلَى مُكْثٍ وَنَزَّلْنَاهُ تَنْزِيلا * الاسراء :106
او قرآن مو ټوك ټوك كړ، ترڅو ئې په ځنډ ځنډ سره پر خلكو ولولې او په ځانګړي كوزولو سره مو راكوز كړ.
همدا راز فرمايي:
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْلاَ نُزِّلَ عَلَيْهِ الْقُرْآنُ جُمْلَةً وَاحِدَةً كَذَلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِ فُؤَادَكَ وَرَتَّلْنَاهُ تَرْتِيلاً * فرقان : 32
او كافرانو وويل: ولې دا قرآن په يوه وار ټول يو ځاى پر ده نه دى نازل شوى؟ داسې مو وكړل تر څو ستا زړه پرې مضبوط كړو او ورو ورو ئې ولولو.
دا آيتونه په ډېر وضاحت سره ښيي چې د قرآن (نزول) تدريجي، ټوك ټوك، ورو ورو او له ځنډ او وقفې سره توأم وو او دا د هغو خلكو په رأيې د بطلان كرښه راكاږي چې پر پيغمبر عليه السلام د قرآن په يو وار او يو ځاى نزول باور لري.
د: هغه څوك چې اورېدلي ئې دي يا ګمان كوي د انزال او تنزيل تر منځ توپير شته، يو ئې تدريجي راكوزېدل او بل ئې يو ځايي راكوزېدل افاده كوي، اشتباه ئې كړې او دا ځكه چې قرآن په ځاى ځاى كې د باران د ورېدو لپاره د (انزلنا) صيغه كارولې، چې په ټولو كې تدريجي ورښت ترې مراد دى نه د ټولو اوبو يو ځايي راتوېدل. د دوى اصلي مشكل دا نه دى چي د نحوې په كوم كتاب كې ئې دا قاعده لوستلې، اصلي مشكل ئې دا دى چې پيغمبرعليه السلام او ائمه عالم الغيب ګڼي او دا خبره د دوى له غلطې عقيدې سره سمون نه خوري چې پيغمبر عليه السلام په سر كې او د وحي په لومړۍ ورځ د قرآن له هغو برخو خبر نه وو چې وروسته وروسته پرې نازله شوې. د غلطې عقيدې په نسبت جاهلانه تعصب دغسې وي، د دې په ځاى چې خپله غلطه عقيده د سمې خبرې په اورېدو تصحيح كړي برعكس سمه خبر غلطه توجيه كوي، حتى د قرآن خبره.
هـ: قرآن په دې خبرې شهادت وركوي چې پر پيغمبر عليه السلام باندې د وحي د نزول پيل د روژې په مباركې مياشت كې شوى، لكه چې فرمايي:
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْءَانُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ *
البقرة: 185
د روژې مياشت هغه ده چې قرآن په كې نازل شوى، د خلكو لارښود، څرګندې لارښوونې او فرقان (د حق او باطل تر منځ د تفريق او توپير ذريعه)
له دې آيته په بشپړ وضاحت سره معلومېږي چې ليلة القدر د روژې د مياشتې يوه شپه ده. د دغې مياشتې د درنښت لپاره پر مونږ د دې مياشتې روژه فرض شوې او دا د هغه ستر نعمت د شكر ادا كولو لپاره ده چې د قرآن په بڼه كې الله تعالى پر مونږ پېرزو كړى او د دې مياشتې هغه ځانګړې شپه چې قرآن په كې نازل شوى د دې لپاره د (قدر شپه) نومول شوې او تر زرو مياشتو غوره ګڼل شوې چې د قرآن د نزول ستره پېښه په كې رامنځ ته شوې، د دې مياشتې او هغې ځانګړې شپې اهميت ئې د هغې سترې حادثې په وجه دى كه نه نو، ايام او اوقات ټول يو شانته دي او څه توپير په كې نشته.
(قدر) د ارزښت او اندازې په معنا ده، قرآن په هغې شپې كې نازل شوى چې د ارزښتونو شپه، داسې نه دي ويل شوي چې باارزښته شپه ده، بلكې ويل شوي چې دا د ارزښت شپه ده، ، ولې دا شپه د (قدر شپه) ده؟ دا د دې لپاره چې عظيم الشأن قرآن په كې نازل شوى او دا شپه د برخليك او تقدير شپه ده او دا ځكه چې په دې كې هغه قرآن نازل شوى چې د انسانانو برخليك ورپورې تړل شوى، د انسانانو او ملتونو برخليك د دغه قرآن له مخې ټاكل كېږي، چا چې پرې ايمان راووړ او هغه ئې د خپل ژوندانه مشعل او لارښود وګرځاوو؛ عزت، سعادت او د دنيا او آخرت فلاح او بريا ترلاسه كوي او چا چې ترې مخالفت وكړ؛ له سپكاوي او ذلت سره به مخامخ كېږي. نو ځكه د قرآن د نزول شپې ته د (قدر شپه) ويل شوې، هغه مياشت چې قرآن په كې نازل شوى، د رمضان مياشت، د الله په نزد كې دومره ارزښت لري چې نفل ته ئې د فرض اجر وركوي او فرض ته ئې د نورو وختونو د اوياوو فرضونو په اندازه اجر او د دغې خاصې شپې مقام او منزلت هومره لوړ دى چې تر زرو مياشتو (د انسان د ټول عمر معادل) غوره دى، له دې نه معلومېږي چې له قرآن سره يوه شېبه تېرول تر هغو كلونو كلونو غوره دى چې په بل څه كې تېرېږي، له دې نه پوهېدى شې چې له قرآن سره ستا د مشغولتيا قدر او ارزښت په الهي معيارونو كې څومره لوړ دى؟
پيغمبرعليه السلام په دغه كتاب سره چې د (قدر په شپې) كې نازل شو، د تاريخ مسير بدل كړ، د عربو برخليك په خاصه توګه بدل كړ او د ټولو انسانانو برخليك ئې په عامه توګه، له يوه وېشلي صحرايي قومه او له مختلفو ولسونو او قومونو نه ئې داسې ستر متحد امت جوړ كړ چې په تاريخ كې ئې بېلګه نه شو موندلى، د دعوت په پيل كې ئې له دې قرآنه پرته هيڅ څه نه درلودل، نه سلاح، نه مال دولت، نه د قوم ملاتړ، نه لښكرې، نه د ځمكې پر سر مل او ملاتړى، يتيم دنيا ته راغى، په وړوكتوب كې د پلار، مور او نيكه له پالنې محروم شو، خپل قوم او سردارانو ئې ورسره د شديد مخالفت ملا وتړله، له خپل كلي هجرت ته اړ شو، خو په دغه (قرآن) سره د شر او فساد په ټولو مجهز او مسلط ځواكونو غالب شو.
و: له دې آيته په څرګنده معلومېږي چې د پيغمبرعليه السلام بعثت د رمضان په مياشت كې او د (ليلة القدر) په شپه واقع شوى هر هغه روايت چې د پيغمبرعليه السلام د بعثت لپاره د بلې نېټې ښودنه كوي، بې بنسټه روايت او له قرآن سره متصادم روايت دى.
ز: اما دا چې د روژې د مياشتې كومه شپه (ليلة القدر) ده؟ په دې هكله متعدد روايات او بېل بېل نظريات شته، د امت اكثر علما په دې نظر دي چې د قدر شپه بايد د روژې د مياشتې د وروستۍ لسيزي په طاقو شپو كې ولټوو، يوه د دغو شپو: 21، 23، 25، 27، 29
2-3 : آيا پوهېږې چې (ليلة القدر) څه ده؟، تر زرو مياشتو غوره، په دې شپه كې عبادت د زرو نورو شپو تر عبادته زيات ارزښت او اجر لري او كه د دې شپې قدر دې وكړ، ويښ او په دعا او عبادت لګيا وې، دا پرېكړه دې وكړه چې قرآن، د دې شپې د قدر او ارزښت اصلي لامل، به له دې وروسته ستا د لارې مشعل او د ژوند لارښود وي، نو په دې صورت كې ستا دغه شپه ستا تر ټول عمر غوره ده، خو كه داسې ونكړې، قرآن ته اعتناء ونكړې، رجوع ونكړې او د متابعت ژمنه ورسره ونكړې او له همدې شپې وروسته د دې قرآن په رڼا كې خپل ژوند او حركت پيل نه كړې، هيڅكله به د قدر شپه ونه مومې او د (ليلة القدر) د موندلو په طمع ستا ويښ پاتې كېدل به بې نتيجې او بې حاصله وي.
4- يو له هغو مواردو چې په ترجمه كې ئې د مفسرينو تر منځ زيات اختلاف شته، د دې آيت دا برخه ده: (من كل امر)، چې د ځينو په اند (من) د (ب) په معنا، د ځينو د (ل) په معنا او د ځينو له نظره (من سببيه) او لاندې ترجمې ئې كړې دي:
• ملائكې د هر كار له امر سره ځمكې ته راځي.
• ملائكې د هر كار د سرته رسولو لپاره ځمكې ته راځي.
• ملائكې د هر كار لپاره ځمكې ته راځي.
ځينې نور بيا وايي چې دا فقره په امر نه بلكې په سلام پاى ته رسي او دا برخه په اصل كې داسې ګڼي: من كل امر سلام. او داسې ئې ترجمه كوي: د قدر شپه له هره لحاظه سلامتيا ده.
خو د پورتنيو تعبيرونو هيڅ يوه ته د انسان د زړه ور نه پرانستل كېږي، په څو دليله:
الف: دا آيت بايد د امر په صيغې پاى ته رسېدلى وي، دا ځكه چې د مخكنيو او وروستنيو آيتونو فواصل د همدې تقاضاء كوي. نور آيتونه په دغو الفاظو پاى ته رسېدلي: القدر، شهر او فجر، دې ته په پام سره بايد دا آيت هم د (امر) په صيغې پاى ته رسېدلى وي نه په (سلام) سره، په سلام سره ئې پاى ته رسول د سورې ښكلى وزن او تركيب له منځه وړي.
ب: په پورتنيو ټولو تعبيرونو كې (من) په خپلې اصلي معنا نه دى اخيستل شوى، اصلي معنا ئې د پښتو (له) ده.
كه لږ ځير شو نو متوجه كېږو چې د (من كل امر) فقره يوازې له (الملائكه) سره مربوط كېدى شي او په اصل كې د الفاظو تركيب او ترتيب داسې دى: (تنـزل الملائكة من كل امر و الروح باذن ربهم)، خو د وزن او قافيې د مراعات لپاره (من كل امر) د آيت پاى ته انتقال شوى او د آيت معنا داسې ده: د هر كار مربوط ځينې فرشتې او په هر ځانګړي كار مؤظف ټولګي نه به ځينې له جبرئيل عليه السلام سره يو ځاى د الله تعالى په إذن ځمكې ته راكوزېږي. په دې پوهېږو چې فرشتې بېل بېل ټولګي لري، په دوى كې هم د وظايفو او دندو له لحاظه توپيرونه شته او هم د ځواك او توان له لحاظه، هر ټولګى په خاص كار ګمارل شوى، د قدر په شپه د فرشتو د هر ټولګي څخه ځينې نه ټول، له خپل سالار جبرئيل عليه السلام سره يو ځاى ځمكې ته راځي.
5ـ دا شپه تر سباوون پورې سلامتيا ده. خو د دې خبرې معنا څه ده؟
په دې پوهېږو چې دا سلامتيا نه خو په دې معنا ده چې په دې شپه به هيڅ آفت او مصيبت نه نازلېږي او نه په دې معنا چې هيڅ ګناه به په كې نه كېږي او نه په دې معنا چې په دې شپه كې به له هر شر او ضرر نه خوندي يو، دا تعبيرونه له واقعيتونو سره اړخ نه لګوي او هغه څه چې دا آيت ئې افاده كوي له دغو تعبيرونو پرته بل څه دى. د دې لپاره چې د دې آيت صحيح او سمه معنا پيدا كړو بايد په خپله قرآن ته رجوع وكړو، قرآن په بل ځاى كې د قدر د شپې په هكله فرمايي:
وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ * إِنَّآ أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ * فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيم: الدخان : 2ـ4
قسم په دې څرګند كتاب. چې مونږ په مباركې شپې كې نازل كړى، بې شكه چې د هر حكيمانه كار پرېكړه په (دې شپه) كې كېږي.
په دې آيت كې د قرآن د نزول دشپې په اړه څو خبرې شوې:
الف: مبين كتاب په كې نازل شوى.
ب: دا شپه ډېره بختوره او مباركه شپه ده.
ج: د هر حكيمانه كار پرېكړه په دې شپه كې صادرېږي.
دغو آيتونو ته په پام سره دا خبره درك كولى شو چې سلامتيا هم د دغې شپې يو صفت دى، داسې لكه د الدخان د سورې په پورتنيو آيتونو كې چې ئې (مباركه) صفت دى، يعني دا د (سلامتيا) شپه ده، ستا سلامتيا په دغې بختورې، مباركې او له سلامتيا ډكې شپې كې مضمر ده، دا شپه د سلامتيا له پيغام سره ستا خوا ته درځي، ستا برخليك په كې ټاكل كېږي، كه په دې شپه كې د الله تعالى مأمور فرشتې تا داسې ومومي لكه چې د دې مباركې شپې تقاضا ده، ټولې به ئې پر تا سلام وايي او ستا په برخليك پاڼې كې به سلامتيا درته ليكي، خو كه ته د دې شپې د سلامتيا له پيغامه څه ترلاسه نه كړى شې، ستا وضعيت او ستا عزايم د دې شپې د غوښتنو او مقتضياتو مغاير وو، نو د دې شپې له فضيلت او بركاتو به محروم وې او دا سعادت به دې په برخه نه شي چې دا فرشتې ستا د برخليك په پاڼې كې د حكيمانه او غورو كارونو د سرته رسولو توفيق وليكي، د مخكې په څېر به په ناسمو كارونو كې مشغول پاتې شې.
ځينې داسې ګمان كوي چې (ليلة القدر) او په دې كې (د دعا د اجابت شېبې)، لنډې څو شېبې دي، چې د كومې صاعقې او برېښنا په څېر، سريع او په منډه د انسان له څنګه تېرېږي، كه په دغو لنډو شېبو كې ويښ وې، دعا دې وكړه، نو د قدر شپه دې موندلې او د زړه مراد ته رسېدلى يې، كه نه نو ترې محروم شوې او دعاګانې دې هدر شوې!! نه پوهېږو دا غلط تصور او ناسمه انګېرنه ئې له كومه ځايه ترلاسه كړې؟ په داسې حال كې چې قرآن په صراحت سره فرمايي چې دا ټوله شپه د قدر شپه ده، د شپې له پيل نه د سباوون تر راختو، د دې شپې په هر ساعت او هرې شېبې كې ستا عبادت ارزښمند كېږي او دعاګانې دې مستجاب.
ښايي څوك ووايي: ما د روژې د مياشتې د وروستۍ لسيزې ټولې طاقې شپې په ويښه او دعا او عبادت كې تېرې كړې، خو نه مې د قدر شپه ومونده او نه مې دعاګانې قبولې شوې!! دې ګران دوست ته دوه عرايض لرو:
الف: تا د قدر شپه موندلې، په هغې كې ويښ وې، دعا او عبادت دې كړى، خو هغه نه پېژنې، په معنا ئې نه پوهېږې، د دې شپې غوښتنې دې نه دي پوره كړې، هغه پيغام دې نه دى ترې اخيستى چې دا شپه ئې له ځان سره لري او هغه څه ته دې پام نه دى كړى چې دې مباركې شپې ته ئې دا مقام او منزلت وركړى!!
ب: ته په دې هم لا نه ئې پوه چې الله تعالى د خپل بنده هره دعا قبلوي، د قدر په شپه كې هم په نورو شپو او شېبو كې هم، پيغمبرعليه السلام فرمايي چې الله تعالى ته له دې حيا ورځي چې د هغه دعا كوونكي بنده لاسونه تش پرېږدي، چې د ده په لوري ئې اوږده كړي، الله تعالى د بنده هره دعا اوري او قبلوي يي، يا خو همغه څه وركوي چې ده په خپلې دعا كې غوښتي، يا ئې تر دې غوره عوض وركوي، يا ئې د ده آخرت ته ذخيره كوي او يا د دغې دعا په وجه هغه مصيبت له ده دفع كوي چې ورته مقدر شوى. په دې كې شك مه كوه چې الله تعالى هره دعا قبلوي مخصوصاً د قدر د شپې دعا.
د انس رضي الله عنه په يوه روايت كې راغلي:
عن أنس قال: قال النبي صلى اللّه عليه وسلم: "إذا كان ليلة القدر نزل جبريل في كبكبة من الملائكة, يصلون ويسلمون على كل عبد قائم أو قاعد يذكر اللّه تعالى. رواه البيهقي
له انس رضي الله عنه روايت دى چې رسول الله صلى اللّه عليه وسلم وفرمايل: چې كله د قدر شپه وي، جبرئيل د فرشتو په ټولګي كې راكوز شي او په هر هغه بنده ثنا او سلام وايي چې په ولاړه يا ناسته د الله تعالى ذكر كوي.
د رمضان د مياشتې د وروستۍ لسيزې په طاقو شپو كې څو كارونه وكړئ ترڅو د قدر د شپې (فيض) مو په برخه شي:
1- كلك او صادقانه تصميم ونيسئ چې له دې وروسته به د ژوند په ټولو برخو كې قرآن ستاسو لارښود وي.
2- دا شپې په عبادت او د قرآن په تلاوت كې تېري كړئ.
3- د پيغمبرعليه السلام له مبارك ارشاد سره سم د دې شپې دعا مو بايد دا وي:
اللهم انك عفو كريم، تحب العفو فاعفو عني. بخاري و مسند احمد
اې بارئ خدايه! بې شكه چې ته كريم عفو كوونكى يې، عفو دې خوښېږي، ما ته عفوه وكړه. (زما له ګناهونو راتېر شه)
وروستي