هزاره مشران دې وپوښتل شي، دوی دې هزاره ګانو د وژنې مسوول دي

هزاره مشران دې وپوښتل شي، دوی دې هزاره ګانو د وژنې مسوول دي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

په افغانستان کې له روانې جګړې څخه هېڅ قوم او هېڅ وګړی هم خوندي نه دی. له پښتون نيولي بيا تر ازبک، هزاره، تاجيک او نورو پوري يا د امريکا او افغان پوځ په هوايي بمباريو کې وژل کيږي او يا هم د طالبانو او د دولت د نورو وسله والو ډلو په بريدونو او چاودنو کې قرباني کيږي. که تېرې ۱۷ کلنې جګړې ته وګورو نو تر ټولو ډېره قرباني په دې برخه کې پښتنو ورکړې ده. جګړه د پښتانو په سيمه کې ده، ډېری د دولت وسله وال مخالفين پښتانه دي، د جګړې په سيمو کې افغان امينتي سرتيري پښتانه دي، او د ښکېلو غاړو ترمنځ پرته وګړي پښتانه دي چې د جګړې ځاني او مالي قرباني دي.

د پښتنو وژنې غږ يا نړۍ او حکومت نه دی پورته کړی او يا هم د پښتنو د ناپوهۍ، بيچارګۍ او نفاق له امله همداسې چوپ پاتې دی. په هر صورت د هر انسان او افغان وينه يو رنګ لري او درد يې له غر دروند دی. افغان که د طالب په نوم وژل کيږي هم افغان دی، که امنيتي ځواکونه او حکومتي کسان دي هم افغانان دي او که ترمنځ عام ولس دی؛ دوی هم افغانان دي.

په دې وروستيو کې د افغان هزاره ګانو پر مذهبي او ټولنيزو ناستو او ځايونوګ په ځانګړي ډول د کابل ښار دننه بريدونه د تېر په پرتله ډېر شوي دي. په هزاره ګانو د بريدونو مسووليت ډېر ځلې په افغانستان کې شته داعش وسله واله ډله په غاړه اخلي. د شنونکو په اند داعش ځکه پر هزاره ګانو بريدونو کوي، چې يو دوی په مذهبي ډول شيعه ګان دي او د داعش له مذهبي ايډيالوژۍ سره په ټکر کې دي او دويم دا چې يو شمېر شيعه افغان هزاره ګان د ايران په لارښوونه په سوريه او يمن کې د داعش ډلې پر وړاندې جګړه کوي.

د محمد محقق په شمول هزاره مشران د ايران له لوري په سوريه او يمن کې د افغان شيعه هزاره ګانو د جګړې ملاتړي دي او د ايران په فاطمينون لښکر کې د افغانانو پر شتون خوښ دي. د هزاره ګانو مشران د خپلو شخصي، ګوندي او سياسي ګټو لپاره له ولس ناوړه ګټه پورته کوي او ډيری وخت د هېواد په کړکېچن وضعيت کې هم خپل خلک هڅوي ترڅو لاريونونه وکړي، ناستې جوړې کړي او سړکونو ته را ووځي.

په تېرو درېيو کالونو د هزاره ګانو پر لويو ناستو او لاريونونو خونړي بريدونه تر سره شول او په سلګونه کسان په کې ووژل شول. هزاره مشران د هېواد موجوده ستونزې، کړکېچن امنيتي او سياسي وضعيت، ناخوالو او ستونزې په پام کې نه نيسي، بلکې د لوېدېځو هېوادونه په ډول عام ولس هڅوي، ښځې او نارينه راوباسي او خپلې موخې پرې تر لاسه کوي.

د برېښنا د مزي د انتقال په اړه لاريونونه سبب شول چې په لسګونه هزاره ګان يې ووژل او له هغې وروسته ډېری داسې ناستې او تظاهرات تر سره شول چې ګټې يې ايران او په کابل کې مېشتو هزاره مشرانو وکړې، خو قربانيان یې د يوې ډوډۍ په ارمان خوار او بېچاره ولسي هزاره وګړي شول.

په تازه پېښېو طالبانو په غزني ولايت کې په يو شمېر هزاره مېشتو ولسواليو بريدونه ډېر کړي دي. له دې جملې ېې په مالستان او جاغوري ولسواليو کې پر له پسې ډول بريدونه وکړل. له دغه پېښېو هزاره مشرانو سياسي ګټه پورته کړه او په دې کړکېچن وضعيت کې يې خپل وهڅول چې لاريونونه وکړي؛ جاغوري او مالستان په کابل کې وګټې او پر امن يې کړي.

د هزاره مشرانو په لارښوونه تېره شپه يو شمېر هزاره ګانو لاريونونه وکړل او تر نن سهار پوري يې دوام وکړ. لاريون کوونکو پرته له دې چې پوليس په جريان کې وساتي تر ولسمشرۍ ماڼۍ لاړ او هڅه يې دا وه چې ارګ ته دننه شي. دوی د مخابراتو وزارت مخې، پښتونستان څلور لارې او استقلال لېسې مخې ته سره راټول شوي وو؛ محمد محقق يې لارښوونه کوله او په فېسبوک يې وړاندې تګ او پاتې کېدو ته هڅول.

د استقلال لېسې مخې ته پر لاريون کوونکو ځانمرګی بريد وشو، چې له لس زيات کسان په کې ټپيان او ووژل شول. وضعيت دومره کړکېچن دی، چې د امنيتي ستونزو پر اساس د هېواد په يو شمېر سيمو کې ټاکنې تر سره نه شوي، خو هزاره مشران خپل خلک هڅوي چې د اروپا غوندې سره راټول شي او لاريونونه وکړي.

د هزاره ګانو د وژنو لومړي مسوولين په خپله هزاره مشران دي او ولس ته په کار ده چې د بې ځايه شعارونو پر ځای عمل ته مخه کړي او خپل رېښتني قاتلان وپېژني.