ولسمشریزې ټاکنې او د ټاکنیزو ټیمونو جوړښټ

که څه هم ټولو هېوادوالو ته له تېرو تجربو دا معلومه ده چې د سیاست په نړۍ که نه تلپاتې ملګرتیا شته او نه هم تلپاتې دښمني او آن په ټوله کې د سیاسي انډیوالۍ او یا سیاسي دښمنۍ او رقابت لپاره هېڅ کوم معیار نشته. له همدې امله دي چې ډېر کسان ګورو چې نن په یوه ټیم کې دي سبا په بل ټیم کې.

له بلې خوا دا هم باید وویل شي چې له بده مرغه زمونږ ډېری مشرانو ته خپلې شخصي ګټې د ملي ګټو په پرتله ډېر ارزښت لري ځکه نو په هره خوا کې چې د اشخاصو ګټې ډېرې وي، ټاکنیز ټیمونه هم د هماغه معیار پر بنسټ رامنځ ته کېږي.

د وروستۍ یوې نیمې لسیزې ټاکنیزو دورو ته په کتو سره جوتېږي چې ولس څو ځلې د بېلابېلو ټېمونو څخه د ملاتړ تجربه وکړه، خلکو کله د یوه ټیم پلوي وکړه او کله هم د بل ټیم او دې کار د ولس په منځ کې بې اتفاقي را منځ ته کړه، په داسې حال کې چې سیاسي مشران بیا په خپلو کې دومره ستونزې نه سره لري لکه څومره چې زموږ احساساتي ولس د یو بل پروړاندې دریږي. د بېلګې په ډول د تیرو ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د شمال ټلوالې ځینې مشران یادولای شو چې ځینو یې له ولسمشر اشرف غني ملاتړ وکړ او ځینو نورو یې د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ملاتړي وو چې وروسته بیا د ولسمشر ګڼ پلویان د ولسمشر پر وړاندې ودریدل او برعکس ځينې نور یې چې له ټاکنو وړاندې مخالف وو د ولسمشر سره یو ځای شول.

اوس چې یوځل بیا ولسمشریزې ټاکنې را نژدې شوي دي او د نوماندانو او ټاکنیزو ټیمونو او ټاکنیزو ټکټونو بهیر په چټکۍ‌ روان دي، زما هیله له خپل ولس څخه او په تېره بیا د ولس له لوستي قشر څخه دا ده چې په داسې وخت کې له احساساتو کار وانخلي، بلکې په خورا دقت سره ګام واخلي، که چېرې لهکوم ځانګړي ټاکنیز ټیم سره کار کوي نو باید سالم رقابت او د ټاکنیزو سیالیو اصول په نظر کې ونیسي، ځکه چې ټاکنیز کمپاینونه او ټاکنې به د لنډې مودې لپاره وي خو له نورو ورونو قومونو سره هغه که پښتون،تاجک، ازبک، هزاره او یا هم نور مېشت درانه قومونه دي اړیکې خرابول به د هېواد او ولس په زیان تمام شي او بیرته رغول به یې مشکله خبره وي.

بله مهمه خبره داده چې په داسې حالاتو کې د خپلو با استعداده او پر وطن مینو اشخاصو د شخصیت وژنې مخه ونیسو ځکه چې مونږ ښه مشران هم لرو چې دې هېواد لپاره یې کلونه کلونه خدمت کړی او ملي ګټو ته ژمن پاتې شوي دي، نو د ولس لخوا د هغوی ملاتړ په کار دی، کیدای شي چې دوی نن د خپل ولس لپاره له نورو سیاسي ډلو سره ناستې ولاړې، لیدنې کتنې ولري او آن دا چې له هغوی سره په یو ټیم کې کار وکړي نو دا په دې مانا نده چې له خپل ولسه یې لاس واخیست او د نورو ډلو سره یو ځای شول، بلکې کوښښ وکړو چې سپکاوی یې ونکړو او تورونه پرې ونه لګوو.

په پای کې مې له خپلو ټولو هېوادوالو څخه دا هیله ده چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه ټیم سره یو ځای شي چې وکولای شي ځوریدلي ولس ته په پوره صداقت سره د چوپړ جوګه شي، د شخصي ګټو پرځای ملي ګټو ته ژمن کس وي او همدا ډول په هېواد کې ملي یوالي او اتفاق ته کار وکړي ترڅو هېواد مو له اوسنیو ستونزو څخه د یو پرمختللي هېواد په لوري خپل مزل وکړي او راتلونکي دوره یې یو نمونه وي د نورو لپاره.