د افغان سولې لپاره هڅې او د ولسونو دریځ

ایا د افغانانو اوسنی حالت درک کولی شئ؟ په افغانستان کې د جګړې ۱۷ کاله پوره کېږي، خو لا هم خلک زورول کېږي. په دې جګړه کې په زرګونو خلک ووژل شول. ډير خلک بیا معیوب شول. ډيرو نورو کورنۍ له لاسه ورکړې، خو ځینو ته تر اوسه پورې نامني او جګړه یو لوی سرخوږی ده.

په دې وروستیو کې د سولې په اړه هڅې ډيرې د پام وړ شوې دي. له دې سره، د خلکو هیلې را وټوکېدې. وروسته له هغې چې د دریو ورځو لپاره په ټول افغانستان کې اوربند اعلان شو؛ نو خلکو په سوله کې خپل ژوند وه ازمایه.

خلک غواړي، چې نور روان حالت بدلون ومومي ترڅو دوی څو شېبې نورې ارامي احساس کړي؛ افغانانو ته اوس د سولې په اړه هره هڅه ښه ښکاري او ژر د سولې راتګ ته ورځې شماري.

د کابل پروسې په ناسته کې، کله چې ولسمشر محمد اشرف غني پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له دوی سره پرته له کوم قید او شرطه کیني او بیغیر له کومو بندیزونو ورسره د سولې په اړه خبرو کولو ته چمتو دی نو ولس په پراخه کچه د ولسمشر غني له دې عمله قدردانی وکړ.

له هغې وروسته بیا د اوربند پر ورځو کې هم افغانانو له ولسمشر غني مننه وکړه، چې په ټول هېواد کې یې د دریو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ. بل خوا د اوربند په مسئله کې ولسونو، د طالبانو هم هرکلی وکړ، چې اوربند ته یې غاړه کېښوده.

همدارنګه په دې ورستیو کې د امریکا ځانګړي استازي خلیل زاد په ټاکل کېدو سره هم خلکو سولې ته د رسیدو خوبونه ولیدل او یو وار بیا د سولې موضوع ډيره مطرح شوه، چې له ټولو لوریو سره خبرې اترې پیلیدونکي دي. نوموړي خپلې خبرې اترې پیل کړې دي. نو له همدې امله افغانان له بل هر وخت اوس ډير خوشبین شوي، چې څه نا څه بدلون راتلونکی دی.

په لویه کچه افغانان د سولې په اړه د ټولو خبرو پایلو ته منتظر دي. په همدې پلمه د ولسې جرګې ټاکنو پر مهال هم راووتل او په لویه کچه یې رایه وکاروله، ترڅو اوسنی حالت بدلون ومومي او ژوند یې له ناخوالو وژغورل شي.

په روسیه کې د افغان سولې ناستې هم وښوده، چې اوس د سیمې ټول مهم – مهم هېوادونه هم په دې قانع شوي دي چې په افغانستان کې د سولې شته والي غوره ده ځکه د سیمې پایښت د افغانستان په پا‎يښت پورې اړه لري ځکه که افغانستان ته ګواښونه متوجه وي، نو د سیمې هېوادونو هم ورسره متضرر کېدلی شي.
ښاغلي زلمي خلیل زاد په سیمه کې د خبرو اترو لړی پیل کړې او ښايي تر یوه عمومي نظر لاسته راتلو وروسته د سولې عملي طرحه د امریکا له ولسمشر ټرمپ، افغان حکومت او طالبانو سره هم شریکه شي. په هر صورت د ټولو افغانانو وروستۍ هیله همدا سوله او یو ارام ژوند دی، چې د نورې نړۍ انسانانو په څير باید دوی هم ترې برخمن وي.

د افغانستان سولې مسئله له بل هر وخت مهمه شوې ده او د نړۍ لویو هېوادونو پاملرنه هم ورته را اوښتې ده. بل خوا په دې برخه کې د افغان حکومت ټینګار هم ډير د یادولو وړ ده. همدارنګه ولس هم نور دواړو ښکېلو لوریو ته د غوښتنې لمنه خورولې ده او د جګړې د مخنیوي تمه لري. تاسې ولیدل، چې له هلمند څخه تر کابل یو سوله ییز کاروان له ډيرو ننګونو سره – سره کابل ته راغی او د سولې غږ یې له طالبانو سره –سره په کابل کې ټولو بهرنیو سفارتونو او نړیوالو ادارو ته هم ورساوه. دا د همدې څرګندونه کوي، چې اوس د افغان سولې لپاره د هر چا پاملرنه را اوښتې ده.

۱۳۹۷لمریز، لړم ۱۹مه
PMO، د ټولګټو چارو وزارت