له وفا مخکې او وروسته

ژوند د مینې او درنښت په غږېږه کې د احساساتو او نازونو هغه الفاظ دي چې سړی بیداروي، ښکلا پسې یې پام اړوي او له دې نړۍ یې الوتلو ته مجبوري خو د زړه تسکین لپاره نظر کول او الوت بیا کله ډېر هېښونکی وي، دوزخ ته دې ورکاږي او ان لاشعور ته دې یوه سخته خاطره پرېږدي. 

فکر به کوئ چې خبره د ژوند ده خو د مینې او درنښت خبره په کې له کومه راغله، د احساساتو او نازونو الفاط څنګه وي او تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې له دې نړۍ الوت ولې دی؟ 

د هېښندوالي او لاشعور ته د سختو خاطرو پرېښودو موضوعات هم ژور لید غواړي. د د دغو مسایلو په درشل کې وفا مو له غرونو اړوي او یو څوک زړه ته هم درننباسي. 
که خدای مه کړه، ستاسو د طبیعت او توقع خلاف په ژوند کې چا مات کړی، درد یې درکړ او  یا یې په لمبو وسوځولی نو ملامتیا په تا نه ده. ته له خدایه شکر کاږه چې پر دردونو سربیره بیا هم ورغاړې وځې او په غیږه کې یې څو ارامې شېبې خپل ابدي سکون بولې. مطمئن اوسه چې ستا سپېڅلی درنښت بې ځایه نه دی، یوه ورځ به هرومره خدای هر شی سم او تاته به یې در په برخه هم کړي. 

مه هېروئ چې د زندګي د ټولو لوړو او ژورو مسوولیت خپله لرو خو په ژوند کې له ځینو ځانګړو کسانو سره مخامخېدل یو تصادف دی ځکه مختلف خویونه، خبرې او کرکټر سړی متمایلوي؛ له همدې امله دغه کسان ورو، ورو د ژوند په ټولو ټيټو او پاسو کې درسره ملګري کېږي، اوږده ساه درسره یو ځای اخلي او ستونزې هم در تقسیموي. ممکن دغه ملګري مو د هرې کچې چې تاسو یې فکر کوئ هغسې وي. 

دا حقیقت باید ومنو چې له تېروتنو وروسته ورو، ورو ملا کېږو او باور مو تر اېمانه رسیږي خو په دې دوران کې د ډول، ډول کسانو او طبیعتونو تجربه هم بې څه نه ده ځکه یو نوی مسیر راښيي او وضیعت هم بیا ښه جج کولی شو. 

هغوی چې ستاسو د فکر برخه ګرځېدلي او ستاسو په ذهن کې یې د تل لپاره د اوسېدو فرصتونه برابر کړي، په کراتو درته وایي چې هېڅکله مو یوازې نه پرېږدي، خوښي دربښي او حتی ستونزو ته مو سپر ګرځي. په دغو خبرو باور ولرئ خو دومره نه چې ړانده شئ، تور سپین ومنئ او یا د درنښت او سوءاستفادې توپیر ونه شئ کولی. 

پام چې تل هوښیار او منطقي اوسېدل مهم دي. کېدای شي، دا خبره تاسو ډېره ونه منئ ځکه ټول فکر کوو چې له خپلې مینې سره هوښیارانه چلند او منطق سخت وي او سړی ناراحته کوي. یعنې وایئ به چې باور پرې هم لرو نو منطق بیا د څه لپاره. خو زه ځکه په دې مسئله ټینګار کووم چې ممکن ځینې کسان ستاسو ژوند ته د مجبوریت لپاره راغلي وي، مجبوریت یې چې حل شي نو بیا تاسو په بلا وهي، څه مو کوي. 

ګوره! هغوی پلان لري چې د مینې او درنښت په دام مو دوزخ ته بوځي نو ځکه منطق او هوښیارانه عمل غوره ده. 

ژوند کې له دې ټولو خبرو سره، سره وفا سره پېژندګلوي اړینه ده. د مینې او نفرت په کېسو کې څه چې په کورني ژوند او کاري ماحول کې یې هم د یوه اساسي مضمون په توګه ولولئ او په اطمنان پرې ګامونه واخلئ. ګټې یې ډېرې دي، خو مهمه دا ده چې خپل خدای ته به پاک یاست او همدا کافي هم ده. 

وفا یعنې چېرته چې ته نه یې، ملګری دې باید ښه استازولي وکړای شي، ستا نظرونه ښه په جراات بیان کړي او د ځان په څېر ملاتړ در نه ولري. خلکو ته باید وښیي چې په ژمنتیا دې ولاړ دی او ستا پر ضد یوه خبره هم زغملی نه شي حتی که ډېر نږدې کسان یې هم وي نو پر وړاندې یې دریږي. نور خلک باید درک کړي، که فرضاً دوی ستاسو د کمي او کاستي په اړه څه وایي نو له ملګري دې باید وشرمیږي او خپله خبره له کولو مخکې باید په زړه کې ووژني. 

پام ته به مو راغلي وي چې سمه ده، تاسو به تل باوفا اوسئ خو چې نور مو نه پرېږدي او په همدې پلمه مو زوروي، څنګه به کوئ؟ 

زه دا منم چې د یوه جګري ملګري بایلل سخت وي ځکه د سړي بلها خاطرې او خبرې ورسره خوندي وي. د هغه یادونه او احساسات سړی ژړوي او ارام ته یې هم نه پرېږدي له همدې امله ممکن سټریس ور پیدا شي. 

زه دا یادښت د همدې لپاره لیکم چې که څوک یې لولي نو لومړی باید له خپل ضمیر سره کیني، د خپلې وفا په اړه ښه جنجالي بحث ورسره وکړي او اخر کې ومني چې که احیاناً په هر حالت کې یې بې وفایي کوله نو لامل یې باید واضح معلوم کړي او وار له واره دې ملګر  سره شریک کړي. که یې قناعت وشو نو جنجال ختم ښه ده، کنه په پټه خوله د ذهن له یوه، یوه ټولګي په جبر د هغه کس اېستل ضروري دي. 

کله هم که څوک راته بې وفا ثابت شي، درې څلور وارې یې بښلی شم، په اړه یې ورسره غږېږم خو که بیا هم ونه شي نو ایا بیا د تل لپاره له پرېښودو یې څه پاتې کېږي!؟