کړکېچ په پاڅون ختمیږي!

د نړۍ تاریخ ښيي چې هېڅکله هم «جبر» پايښت ته نه دی رسېدلی او د انسانانو فطرت هم همداسې داسې جوړ شوی چې ډېره قیدګیري یې خوښه نه وي، خو که جبر او «تندلاریتوب» پرې حاکم شي، ژر یې په وړاندې درېږي، د سر په بیه مقابله کوي، بلاخره له لږ ځنډ وروسته حالت بدلوي او له طبیعت سره سم د خلکو په رضایت نظام رامنځته کوي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا حاکم کېدو شاوخوا اته میاشتې تېرېږي خو ښکاري چې له دې سرپرست حکومت څخه ورځ تر بلې ولس واټن نیسي، د لومړیو ورځو په پرتله اوس یې «محدودیتونه» لاپسې زیات کړي، د خلکو په فردي حقونو تیری کېږي او که مبالغه وشي د ښځو د مسایلو په اړه یوه اونۍ بعد نوی فرمان ورکوي!

پوهان د کړکېچ ختمولو لپاره د لومړیتوبونو په ټاکلو ټینګار کوي خو اوس لکه چې «مسوولینو» ته ور پېښ بحران ساتیري ښکاري، له ډېرو مهمو مسایلو سره د دوی له سطحي چلند لیدل کېږي چې یوازې په غرور خوند اخلي، خلک هېر دي او د بنسټونو پیاوړي کولو پر ځای یې د دیني شعایرو ترویج ته کار ویلی دی.

خلګ ځکه اه نه کاږي چې خدای مه کړه له «سپکاوي» سره مخ نه شي یا ونه وهل شي، د وطن حالات په ډېرې بې وسۍ ګوري، د ډېرو له زړونو وینې څاڅي.

د خلکو تمه وه چې د جګړې له ختمېدو سره به د هېواد له خوږې او یخې هوا خوند واخلي، له نورو ملکونو سره د سیالي کولو پلمې به وګوري خو متاسفانه هیلې ورځ تر بلې مروړل کېږي ځکه له یوې خوا ملي بنسټونه نړېدلي او له بلې خوا بې کاري، بې وزلي، ناسم اقتصادي وضیعت او د قیمتي له امله زوریږي او نوې جګړه هم پیل شوې ده.

دا معمولي ده چې حکومتونه د خپل واک ټینګېدو په موخه له هر ډول «فشار» کار اخلي خو په وړاندې مبارزه او پاڅون یوازینۍ حل لاره ده، د جکړۍ کولو لپاره د براات ورکولو خبره نه کوو، د ارام ژوند د حق او له نړۍ سره د سیالي کولو مسئله ده.

دا سمه ده چې تېر شل کله حاکمیت را باندې تپل شوی و، خو اوس ولې باید پر یوه ټغر را ټول نه شو، دا مهمه پوښتنه ده، که د اسلامي نظام خبره کېږي خو هېڅوک باید منځوي نه شي او نه هم د هېچا له جلا وطنۍ خوند واخیستل شي.

اوس د را ټولېدو ښه فرصت دی، مسوولین نه یوازې باید سینې پراخې کړي بلکې ټولو افغانانو ته دا خوښه ورکړي چې څنګه نظام غواړي.