له طالبانو سره د امریکا پر جوړجاړي به د ولسمشرۍ ټاکنې معامله شي

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ فکري او اېډیالوژیک ټکر د سولې په اوسنیو روانو خبرو اترو سربیره د ولسمشریزو ټاکنو پر برخلیک هم بشپړ اغیز پرېباسلی. انديښنه دا ده چې د دغو لوریو ترمنځ نه یوازې جوړجاړی پاي ته رسیږي بلکې په سیمه کې د نا انډولۍ او یو ډول کړکېچ رامنځته کېدو وېره هم محسوسیږي.

که څه هم حکومت تل په ډاګه نارې کړي چې سوله یې لومړیتوب دی او طالبانو ته یې له قید او شرط پرته د خبرو اترو وړاندیز کړی، خو په حقیقت کې د ولسمشر غني پورې اړوند حکومت د خپلو ټولو څرګندونو خلاف عمل کړی دی.

افغانستان ته په عینې حال کې څو مهم مسایل په مخکې و. پراخه جګړه، له ګاونډیانو سره د اړیکو خرابولی، په کور دننه سیاسي اختلافات، د افغانانو ژوند او له طالبانو سره د سولې خبرې اترې هغه مسایل وو چې ولسمشر غني یې پر وړاندې بې تفاوته او له دغو موضوعاتو سره پر مبارزې برسیره یې د ولسمشرۍ ټاکنې مهمې وګڼلې. 

خو ټولو ولیدل چې د ۱۳۹۸ کال د ټاکنو لپاره ولس څنګه نوملیکنه وکړه او څنګه یې رایه ورکړه. ښکاره ده چې ولسمشر د دې ټولو مسایلو په اړه غبرګونونه پرلپسې ګوري او دغه جریان د تاریخ له سترګو هم پټ تېر نه شو. ده فکر کاوه چې ټاکنې به وګټي او حکومت به جوړ کړي خو نه یوازې دغې هیلې ته ورسید بلکې دغه مسئله ورته لا بدتره شوه.

اوس د ټاکنو پر پایلو ټاکنیز کمېسیونونه نه جوړیږي، له نیږدې دریو میاشتو دغه لالچ لا هم روان دی. پر فسبوک یو چا لیکلي و چې د ټاکنو پر ورځ یې زوی پیدا شو او اوس خاپوړې کوي خو کېدای شي تر هغه چې د ټاکنو پایلې اعلانیږي زوی مې دې هېواد کې وګرځي.

اصلاً د ټاکنو یاده مسئله له امریکایانو سره د طالبانو د خبرو اترو لپاره یوه وسیله وګرځول شوه چې له بده مرغه دغه ټاکنې به د جوړجاړي په نوم معامله شي. 

بل خوا د سولې په روان بهیر او د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د پیل شویو خبرو اترو له څو پړاوونو ښکاري چې حکومت له دغې پروسې سره هېڅ رنګه همکاري نه لري، یا په عبارت ولسمشر غني نه غواړي چې دلته دې سوله وه اوسي خو په دې شرط چې له دوی سره وار له واره موضوعات شریک شوي وي نو بیا اجازه ورکوي کنه هسې ټول معاضلات ورته د ملاحضې وړ دي خو اخوا په واقعي ډول د افغانستان د برخلیک پر مسئله امریکا لوبه کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي خلیلزاد افغانستان او سیمې ته د سفرونو پایلې او له افغان حکومت سره د ده د شریک شویو معلوماتو ترمنځ توپیر را په ډاګه کوي چې امریکایان دا وار ځانته یوازې د اوړو پوزه ږدي خو هڅه کوي چې پر منځني ختیځ خپل نفوذ د شرقي بلاک پر وړاندې سلامګت وساتي.

طالبان له امریکایانو سره د ډیالوګ پر میز پر ډير جراات بحث کوي او خپلې غوښتنې مطرح کوي خو افغان حکومت له افغانستان څخه د نه معلوماتو لرلو په صورت کې پر طالبانو نیوکې کوي چې هېوادونه یې ملاتړي دي او په کار ده چې له دوی سره د خبرو اترو لپاره حاضر شي مګر هغوی له دې په ټينګه انکار کوي.