دحالاتوپه پنجوکې
څوک دژوندځنې بيزارشي
څوک دمينې په جاله کې
په موجونوکې ايسارشي
څوک موزې دسفرپه پښوکړي
دژوندون په لټه ګرځي
له ستړيانه نه وېريږي
لالهانده مدام ګرځي
په انتظاردهغې ورځې
چې خپل مزل ته به رسيږي
له راتلونکي بې خبره
دتقديرلوبه څه کيږي
په دې هيڅوک نه پوهيږي
په لحظه کې څوک ګدا اوڅوک پاچاشي
ښه متل دی په پښتوکې
ده په ټنده نه په منډه
دحالاتوپه ګردش کې
دانسان حرس زياتيږي
سکونت هيڅ په کارندی
خوپه عدل اوانصاف
دانړۍ دانسانانو
نه په رنګ ،نه په شکل ،نه په فکر
نه په پوهه ،نه په ګروهه
سره ورته هیڅوک ندي
ځنې ځنې وي زيارکښه
ځنې کارځنې پټيږي
خولټي هيڅ په کارنده
حرکت کې برکت دی
داژوندن يوخوږنعمت دی
ده ليلا،دهغه چاپه برخه
چې له چاسره همت اوهم قسمت وي
که په ژوندباندې پوهېږې
پاڅه پاڅه له غفلته
په کوښښ کې ډيرعزت دی
په کوښښ کې ډیرعزت دی
(محمدواصل وصال )
سه شنبه ۱۰/۸/۱۳۸۹
وروستي