
په هیواد کې د ولسي جرګې ټاکنې د اوسني پارلمان د اته کلنې کړکیچنې دورې تر پای ته رسیدو وروسته په داسې حال کې ترسره شوې چې هېواد مو له بېلابېلو ستونزو لکه امینتي ننګونې، د سیاسي ګوندنو خپل منځي اختلافونه او همدا ډول د ټاکنو پر کمیسیون د ولس بې باوري او داسې نورو ستونزو سره مخ وو، خو له نېکه مرغه دا ځل پارلمانې ټاکنې د تر سره شوې وروستۍ ژمنې سره سم ترسره شوې.
خو بل اړخ ته که څه هم د ولسي جرګې دغه ټاکنې د وروستۍ ژمنې سره سم په خپل وخت ترسره شوې خو د رسنیو او ټاکنیزو کمیسیونو له خوا د وړاندې شویو شمېرو له مخې شاوخوا ۱۹۲ امنیتي پېښې د ټاکنو په دوه ورځو کې د وسله والو مخالفینو له خوا ترسره شوې وې چې له امله یې یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله هم واوښته.
خو له دې سره سره بیا هم ولس لکه څنګه چې تمه کیده چې په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړ او په ډیره لیوالتیا سره یې د شته امنیتي ننګونو سره سره په ټاکنو کې خپله رأیه وکاروله او د خپلې رأیې په دې ډول کارولو سره یې دا وښوده چې ولس بدلون ته ژمن او پر دموکراتیکه پروسه پوره باور لري ترڅو وکولای شي د خپلې رأیې په کارولو سره راتلونکې ولسي جرګې ته د خپلې خوښې وړ نوماند د خپل استازي په توګه ولېږي.
د ولسي جرګې په دې ټاکنو کې په ټول هېواد کې شاوخوا د ۲۵۰۰ څخه زیاتو کسانو ځانونه نوماند کړي وو او شاوخوا یوه میاشت یې ټاکنیز کمپاینونه ترسره کړل. په داسې حال کې چې په اوسنیو شرایطو کې د ټاکنو ترسره کیدل حکومت ته یوه ستره ننګونه ګڼل کېده خو له نېکه مرغه حکومت وکولای شول چې له ننګونو سره سره دا ټاکنې ترسره کړي.
بل خوا د ولسي جرګې ټاکنې که څه هم پر خپل وخت یعنې ټاکلي نېټه ترسره شوې خو دا پروسه له نیمګړتیاوو خالي نه وه، لکه په ځینو مرکزونو کې د بایومیتریک سیسټم خرابیدل او آن نه کارېدل، پرټاکلي وخت د رأیې ورکولو د مرکزونو نه خلاصیدل چې ځینې مرکزونو یې آن له غرمې وروسته پر کار پیل وکړ، د سیمه اییزو زورواکو لخوا د ځانګړي نوماند په ګټه درغلي او همدا ډول داسې نور، خو بیا هم خلکو ټاکنو سره دومره لیوالتیا وښوده چې له امله یې دا لړۍ دوهمې ورځې ته هم وغځیده او خلکو پر دوهمه ورځ هم کولای شول چې خپله رأیه وکاروي.
دا هم د یادولو ده چې دا ټاکنې باید درې کاله وړاندې ترسره شوي وای خو د بېلابېلو ستونزو له امله تر دې دمه وځنډیدې، ځکه نو اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته پکار ده چې د ولس له خوا کارول شوې رأیه حق دار ته ورسوي او په دې پروسه کې درغلیو او لاس وهنو مخه ونیسي.
داسې نه چې یو ځل بیا د هغو اشخاصو په ګټه درغلي وکړي چې یو ځل یې ولس ته امتحان ورکړی او ولس ترې کومه ګټه نه ده لیدلې. د ولس غوښتنه داده چې د خلکو لخوا کارول شوې رأیې ته باید درناوی وشي او کمیسیون باید ژرتر ژره بریالي نوماندان اعلان کړي او له هغو نوماندانو سره قانوني چلند وکړي چې مخکې له مخکې پر خواله رسنیو کې ځانونه بریالي بولي او د خلکو ذهنونه منفي لوري ته بیايي.
دا هم شونې ده چې که چېرې دغه نوماندان چې له همدا اوسه ځانونه بریالي ګڼې، د ټاکنو کمیسیون له خوا په رسمي پایلو کې بریالي اعلان نشي نو له خپلو مافیایي ملاتړو سره یوځای به غوغا را منځ ته کړي، پرټاکنیزو کمیسیونونو به د درغلیو تورونه پورې کوي او دا پروسه به غیر قانوني ګڼې چې دا به بیا د تېرو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو په څېر یو لوی کړکیچ ته لمن ووهي، ځکه نو باید دولت په ټوله کې او په تېره بیا ټاکنیز کمیسیونونه دا ټول اړخونه په پام کې ونیسي او داسې څه و نکړې چې په کړکیچونو کې ډوب هېواد مو یو ځل بیا له یوه بل کړکیچ سره مخ شي.