ډاکتر نجیب د تاریخ په حافظه کې!

دا رښتیا خبره ده چې تاریخ تر هر څه ښه قضاوت کوي، جیلي شخصیتونه تر مرګ وروسته هیریږي، خو د شهکارونو او د لوړو فکرونو خلک بیا تاریخ نه هیروي!

د نړیوالې ټولنې د راتګ سره چې موږ تر ټولو لوی تاوان وکړ ، هغه دا چې ملي ګټې مو هیرې او ځانې موقف خوښونه مو وکړه!

پر مخ تللي هیوادونو په ابادۍ کې د ملي او پر هیواد مئینو خلکو رول تر هر چا ډير وي.

خو زموږ د هیواد اوسنی رنځ هم د هیواد سره د مینې کمبوت دی!

زه دلته د کوم خارجي وګړي څخه ګیله نه کوم، ګیله مې د خاورې د مالک څخه کیږي چې تا خپل ګران هیواد ته د مور خوږه مينه ورنکړه او نه مو دا خاوره دغه ملت ته د مور په نوم ور وپیژندله!

دا چې بحث راڅخه بلې خوا ته ولاړ نشي، خبره مې د دې وطن رښتیني بچي د ډاکتر نجیب کوله!

زه د تېر حالت ښه او بده خبره داسې کوم، داود خان غوندې په وطن میئن شخصیت چې چا شهید کړ ، هغوی دغه وطن یتیم کړ او ملت سره یې ستر خیانت وکړ!
تر دې خبرو به هم تیر شم.

خو هغه څوک چې د جهاد دعوه ګیر ول، هغوی دغه افتخار په خپل ځاني واک او قدرت بدل کړ او د دغې وطن د لوړو ګټو لپاره یې یو محکم او ګډ حکومت جوړ نکړ!

د جهاد مالکان هغه څوک دي چې هغوی خپل سرونه د وطن ساتنې په لاره کې قرباني کړل!

اشتباهات ،اشتباهات دي وَلَوٌ که هغه هرې ډلې کړي وي، ځکه اشتباهات د دواړو ډلو نه شوي دي!

نو د داکتر نجیب الله دا میړانه هیرول هم نه دي پکار، چې د سولې لپاره یې د دغې ملت خلکو ته واک پرېښود، نو همدا خبره مې کوله چې داکتر نجیب الله ورځ تر بلې په ولس کې محبوبیت پیداکوي.
د هیواد پالو شخصیتونو په هیله