عنعنوي لویه جرګه باید د سولې خنډ نسي!

کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د مشورتي لوی جرګې اعلان وکړ چې رښتیاسي خوشحاله سوم او د جرګې په حمایت مې یوه مقاله هم ولیکله او جرګه مې په اوسنیو شرایطو کې چې د حکومت او پارلمان وخت پوره سوی دی، پارلماني ټاکنې د شرمه ډکې او جنجالي وې!

د سولې لپاره واقعي هڅې هم راپیل سوي دي نو دا د هیواد ډېر نازک حالت دی , یعنې په داسې یو بحراني حالاتو کې لویه جرګه ډیره مهم او اساسي رول لوبولای سي، دلته باید یوه خبره واضح کړو، زموږ د هیواد په تاریخ کې همېشه د لویو جرګو پریکړو ته احترام سوی دی ، متاسفانه چې په دا وروستیو کې د مشورتي لوی جرګې په نامه چې څه جوړیږي، پرېکړې یې نه دي منل سوي!

دا په خپله د جرګې حیثیت او اعتبار ته تاوان رسوي، ښه مثال یې د حامد کرزي د حکومت په اخیرو کې چې کومه مشورتي لویه جرګه جوړه سوه، د جرګې پرېکړه داسې وه چې د امریکا سره دې امیتي تړون امضأ سي ، پخواني ولسمشر حامدکرزي د جرګې په خلاف د امنیتي تړون پر نه امضأ ټینګار وکړ، یعنې د جرګې پریکړه ونه منل سوه!

زه دلته د امنیتې تړون ښه یا بد خبره نه کوم زما هدف دا دی، چې د جرګې په جوړیدو دومره مصارف کیږي او بیا یې پرېکړې نه منل کیږي ، تر دې یې نه جوړېدل ښه خبره ده!
اوس چې کومه مشورتي لویه جرګه جوړیږي، دا جرګه داسې نه چې د سولې په وړاندې د سولې د سبوتاژ هڅه وکړي، ځکه چې حکومت د سولې په وړاندې واضح دریځ نه لري!

بله خبره دا ده چې حکومت د جرګې د افرادو په برخه کې هم عادلانه ترکیب نسي رامنځ ته کولای، په دا وروستیو کې موږ ولیدل چې د ځوانانو په نامه د بیلا بیلو ولایتونو کسان راوغوښتل سول، په هغوی کې نیم دولتي کسان او نیم یې په شخصي روابطو هر چا په خپله خوښه د خیښ او خاله په فارمول خلک راغوښتي وه .

زموږ په هیواد کې جوړښتونه، قومي مشران، متنفذین ، دیني عالمان او سیاسي څهرې، ټول معلوم دي، متاسفانه زموږ په حکومت کې لویه ستونزه دا ده ، هغه څوک چې هر څه په پټو سترګو تایئدوي او یا په انتخاباتو کې وعدې ورکوي، حکومت هغوی ته لومړیتوب ورکوي، څوک چې بیا سالم نقد کوي هغه ته د مخالف په سترګه ګوري چې دا د يو حکومت لپاره ډير د افسوس او شرم خبره ده!

د حکومت دیدګاه او فکر باید ډیر وسیع وي سلیقوي برخوردونه د حکومت لپاره مناسب نه دي.
زه بیا هم خپله پخوانۍ خبره تکراروم چې موږ واقعي لوی جرګې ته ضرورت لرو، په هغې کې باید د ملت حقیقي استازي ګډون وکړي، پرېکړې یې باید د حکومت لخوا سانسور نه وي او څه پرېکړې چې کیږي هغه باید عملي سي. او د افغانستان د ملي او لویو ګټو لپاره باید پرېکړې وسي.