افغان سوله، فرصتونه او ننګونې!

د افغانستان په اوږدې غميزې کې د بهرنیو استخباراتو د بربنډې مداخلې سره، سره په کور د ننه زموږ اکثره مسولینو او سیاسیونو د هیواد د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته ترجیح ورکړې ده.

همدغه ستره ستونزه ده چې هیواد مو په نا علاجه مرض اخته دی، جګړه مو په هیواد کې ورځ تر بلي په زور کې ده، ملت مو په نس وږی دی همدا یې لاملونه دي چې ډیری هیوادوالو مو خپل ګران هیواد پریښی دی، تر څو آمن او د یوه ګوله ډوډۍ لپاره په نورو هیوادونو کې خپلې ورځې او شپې تیري کړي!

تر دا مهاله مو ملي بودیجه د نشت برابر ده، هیواد مو د بهرنیو په خواست په روپو چلیږي، ملي ګټو ته نه تعهد، مو اساسي ستونزه ده، په سټېج شعارونه ورکوو، خو په عمل کې تر ملي ګټو، شخصي ګټو ته ډیره ترجیح ورکوو.

هر بهرنی خپل اهداف لري، خو اهداف یې د خپل هیواد د ملي ګټو سره تړلي دي. موږ پراخه نړیوالو اړیکو ته ضرورت لرو، خو ملي ګټې باید موږ ته سور خط وي، ځکه دا مو ملي وجېبه ده.

زموږ په هیواد کې دې بدبختې څلویښت کلنې جګړې د ډیری زیانونو تر څنګ دوه ستر زیانونه وزیږول.
۱/ د ملي ګټو او د وطن د لویو اهدافو په وړاندې بې مسولیتي.
۲/ د پردیو هیوادونو سره د ډيپلوماټیکو اصولو پر ځای ، د پردیو استخباراتو او سفارتونو سره دا تعهد کول چې ستا د هر ډول برنامو ملاتړ به کوم، که څه هم زموږ د هیواد په زیان هم وي، خو فقط ته زما تر شاه ودریږه او ما تر واکه ورسوه.

زه نه غواړم چې بحث ډیر اوږد شي ، اوس خلک دغه ډول بحثونو ته ارماني خبرې وایي، دوی ملامت هم نه دي ، دوی په ملت او افغانیت باور هم نلري، داسې نده ډیر لرې به هم نه ځو ، تیره نیمه پیړۍ مخکې موږ یو خپلواک ملي ګټو ته ژمن او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان درلود، اوس چې یواځې د دې وطن اصلي ستونزه چې زموږ هیلو ته خنډ ګرځیدلې ده، هغه سوله نه راتګ دی، زموږ د پرمختګ لپاره سوله تر هرڅه لومړیتوب دی.

په دې څلویشت کلنې غمیزه کې یو ځل موږ دې مجاهدينو او ‌‌‌‌‌‌ډاکتر نجیب الله تر منځ د دایمي سولې چانس پيدا کړ او ‌‌‌‌‌‌ډاکتر نجیب الله هم په یو ‌‌‌‌‌‌ډیر افغاني غیرت تر خپلې چوکۍ تیر او د سولې لپاره یې په رښتیا قرباني ورکړه متاسفانه د مجاهیدینو رهبران په دې و نه توانيدل چې دا سوله سم مدیریت کړي او د کورنۍ جګړې مخه ونیسي.

د مجاهدینو اختلافات د چوکیو او واک پر ویش وه، دلته دې زما څخه څوک خوا نه بدوي دا د تاریخ خبره ده زه نه مجاهد او نه خلقی یم، زه د دریم نسل یو ځوان یم موږ که ځيني ترخه واقعیتونه و نه وایو، موږ خپلو سپېڅلې هیلې او آرمانو ته نه شو رسیدلی.

اوس بیا یو ځل د سولې لپاره عملي قدم پورته سوی دی او زموژ د سولې په اړه نړیواله ملي اجماع را منځ ته سوی ده خو اوس بیا ستونزه دا ده چې موږ په کور د ننه هم حکومت او هم سیاسیون تر اوسه پورې د دې سولې د ښه مدیریت توانایي نه ده رامنځ ته کړې چارواکي دا تشویش لري چې په سوله کې به چوکۍ له لاسه ورکړو او نور سیاسون بیا په دې فکر کې دي چې زه به څومره و‌‌‌‌‌‌نډه و لرم؟

زه بیا د هیواد پر مشرانو ږغ کوم چې دا تاریخي فرصت له لاسه مه ورکوئ بیا به لاسونه مروړئ او هیواد به مو له داسې یو سرنوشت سره اخته کیږي لکه په تیر وخت کې چې ما یې د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر نجیب الله او مجاهدینو مثال ورکړ او تاریخ هم به بیا د هر چا په اړه باندې قضاوت کوي، هر چا چې د سولې په وړاندې خنډونه جوړ کړل ،هغو به د دې وطن سره لویه جفا کړي وي.

نور دا ملت یوه ورځ هم د جګړه توان نه لري او طالبانو ته هم وایم چې په دې مسولیت او رسالت کې تاسو هم خلاص نه یاست د ګټلو او بایلولو خبرې پریږدئ په حیث د افغانانو پر خپل وطن رحم وکړئ او تاسو هم باید تیر اشتباهات بیا تکرار نه کړئ.

په پای کې بیا هم دا خبره کوم چې سوله د دې وطن لمړیتوب دی خو افغان شموله د عزت او آبرو نه ‌‌‌‌‌‌ډکه او تل پاتې سوله د ځیني دوستانو سره چې د سولې په اړه تشویشونه سته دا مخکې تر مخکې ګومانونه دی زموږ سوله یو څه کار ته ضرورت لری او که چیری عادلانه او افغان شموله سوله و نشي، دا بیا بله لویه جفأ ده!

زه پر ټولو اړخونو ږغ کوم چې لومړی اور بند اعلان کړي که چیرې د سولې خبرو نتیجه ور نه کړه، نو چا خو د جګړې څخه نه یاست ګرځولي په دې یوه هفته کې زموږ شاه او خواه ۱۰۰۰ افغان سربازان یا شهیدان سوي او یا زخمیان.

حتماً به وسلوال طالبانو ته تر دې به زیاته مرګ ژوبله اوښتي وي او د دې تر څنګ په لسګونو ولسي خلک هم له لاسه ورکړي دي چې په هغه کې ماشومان او ښځي شاملې دي.
دا ‌‌‌‌‌‌ډير د افسوس خبره ده چې له یو طرفه د سولې خبرې کیږي او له بل طرفه جګړه ورځ تربلې په زیاتيدو ده.
اوس چې هر څوک د جګړې د زیاتیدو هڅه کوي هغه خپل د ملت په وړاندی پړ دي .

بس دی نور په دې ملت رحم وکړئ هیواد مو له ‌‌‌‌‌‌ډير بد حالت څخه تیریږي نور یې نه د جنازو او نه د فاتحو غم خوړلی سي، ځکه چې بې حسابه وژل کیږي اوس په کار دا ده چې یو بل ته تر پېغوره تیر سو ، د عسکر او طالب دواړو د کونډیانو او یتیمو ماشومانو چې په ښارونو کې فقر کوي غم یې و خورو که دا کار و نه کړو د خدای تعالی تر دې لوی عذاب او تاریخي شرم سره به مخ سو.

‎په هیواد کې د تل پاتې سولې په هیله