په خوست کې د دوو شعري ټولګو مخکتنه...

خوست فرهنګي ټولنې په هغه ولايت کې  څو شپې وړاندې د ځوانو او خپلو کې ورونو شاعرانو طالب منګل او احمدجاويد د تازه چاپ شوو شعري ټولګو د مخکتنې ګډه غونډه وکړه.
د طالب منګل شعري ټولګه (سپوږمۍ ژاړي)او د ورور يې(په څه وژاړم په څه راشي خندا)باندې بلل شوې غونډې ته دوکتور ګل حسين وليزي،نجيب الله الوخېل،محمد الياس وحدت او يو شمېر نورو ليکنې او ويناوې واورولې.