د ځوانان او شخصيت جوړېدنې کتاب مخکتنه!

بشردروېش

جلالکوټ ادبي خوځښت دخپلو ځانګړو فرهنګي غونډو په ترڅ کې د ١٣٩٠ لمريزکال د چنګاښ پر لومړي مازېګر لسګونه ليکوال اوفرهنګيال د افغان ټولنپوه ډاکټرتاج الدين ملت مل د اثر(ځوانان اوشخصيت جوړېدنه)د بياځلي چاپ مخکتنې ته راټول کړي وو.
غونډه په جلال اباد ښارکې د ښاغلي ملت مل پرهڅو دجوړشوي سيدجمال الدين افغان انستېتوت په انګړکې سمباله شوې وه چې پيل يې د سپېڅلي قرآن د څو اياتونو په لوستو سره وشو.
بياد جلالکوټ ادبي خوځښت مشرارشادرغاند دهرکلي ويناوکړه.


ورپسې پرکتاب د ليکنو د اورولو لړۍ پيل شوه چې:ليکوال او ژورنالېست محمد آصف شينواري،د ننګرهار د عالي دارلمعلمين استاد ضياالرحمان حسرت او ليکوالو او شاعرانو: هجرت الله اختيار اوسعدالله فطرت خپلې ليکنې واورولې.


د ويناوو په ترڅ کې ښه شاعر بازمحمد عابد،عطامحمد هيله من،د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رېس اورنګ صميم او په ختيځ کې د بشري حقونو دخپلواک کمېسون مشر ډاکټررفيع الله بيدارخپلې ويناوې واورولې.


د نظرڅرګندولو په لړکې ښاغلي شينواري له ډاکټرملت مل څخه وغوښتل چې د اړتياله مخې خپل کتاب دې دري او نورو ژبو ته وژباړي.
شينواري د دې کتاب ارزښت داوښود چې ليکوال يې د نورو يوشمېر ليکوالو برعکس د پردۍ ټولنې پرځاى دخپلې سيمې دارزښتونو پربنسټ دشخصيت جوړونې لارې،چارې ښودلي.
استاد حسرت دکتاب ښه والى دا وباله چې دافغاني ټولنې اوسنيو لومړنيو اړتياوو ته پکې پام شوى.
  هجرت الله اختيار بيا ډاکټرملت مل ته په دې د افغاني ډېل کارنګي لقب ورکړ چې په وينايې هغه بهرني ارواپوه سره يې ليکنۍ بڼه او د پوهونې کمال يوشان دى.
سعدالله فطرت پخپله ليکنه کې وويل:د ځوانان اوشخصيت جوړېدنه کتاب ښېګڼه داده چې ليکوال يې دخپلو تجربو په رڼاکې غږيدلى.
نورو ويناوالو هم د کتاب دستاينې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې دغه کتاب دې په ډېره کچه چاپ او خلکو ته د ګټې اخېستنې لپاره هرې سيمې ته واستول شي.
د کتاب ليکوال ډاکټرملت مل پخپله ويناکې له ليکوالو او ويناوالو په مننې سره وويل چې هڅه به وکړي د ځوانانو د شخصيت جوړونې لپاره خپلې وړاندې کړې نسخې عملي ډګرته هم وباسي او ترهرڅه ډېر  يې د ښوونې او سمې روزنې هڅې وکړي.
ده همداشان په سيدجمال الدين افغان انستيتوت کې چې ده يې بنسټ اېښى او جلال اباد کې فعاليت لري،د يوه عامه کتابتون د جوړولو ژمنه وکړه چې ګډونوالو يې په چکچکو هرکلى وکړ.


غونډه د هېواد پياوړي ليکوال او کره کتونکي استاد محمد آصف صميم ښه وارزوله او ويې ويل:دا فرهنګي غونډه د ننګرهار وروستيوغونډو کې راته د ژورنالېستانو او چارواکو تريوې مخامخې ګډې ناستې وروسته ترټولو مهمه اوپه زړه پورې غونډه ځکه ده چې مهمه موضوع او ښه بحث يې درلود.

د استاد صميم په خبرو پسې د مازېګر د لمانځه اوناشتې دمه واخېستل شوه.


په دمې پسې ازاده مشاعره وشوه چې:محمود خزان،صيام الدين پسرلي،هجرت الله اختيار،سعدالله فطرت،ايمل غيور،جانان زمري،دوست محمد دوست،حضرت يوسف يوسفزي،نورآغانوراني،ارشادرغاند او انورالحق يرغل پکې خپل شعرونه واورول.
د غونډې په همدې دويمه برخه کې ډاکټرتاج الدين ملت مل پخپله لنډه ويناکې له جلالکوټ ادبي خوځښت څخه پرکتاب يې د غونډه نيونې مننه وکړه او د خوځښت مشر رغاند ته يې د خپل کتاب څوټوکه ډالۍ کړل.
دا غونډه اومشاعره چې وياندي يې ايمل خان غيور او انورالحق يرغل کوله،ماښام نېږدې پاى ته ورسېده.
دغونډې بهير ننګرهارملي ټلويزون او شرق ټلوېزون دخپلو ادبي خپرونو لپاره ثبت کړ.


په دې غونډه کې پرخوځښتوالو سربېره دسيمې لسګونه ځوانو فرهنګيالو او د کابل پوهنتون استاد ښاغلي پوهيالي لال پاچاازمون هم برخه درلوده.
تردې غونډې وړاندې جلالکوټ ادبي خوځښت په ننګرهارکې ٣٥ پرله پسې اونيزې غونډې او د مخکتنې ځانګړې درې غونډې کړي چې په پرله پسې هره هغه کې يې نېږدې ٣٠ تنو او په ځانګړو هغو کې بياترسلو ډېرو ليکوالو اوفرهنګيالو برخه اخېستې.