د ننګرهاپريوې سرحدي ولسوالۍ د پاکستاني پوځ توغنديز بريدونه

په ختيز کې د افغان سرحدي پوليسو قومندان وايي د ننګرهار پرګوشتې ولسوالۍ يوځل پاکستاني ځواکونو توغنديز بريدونه پيل کړي او د دوى يوسرتېرى يې پکې ټپي کړى.
جنرال امين الله امرخېل روهي وېبپاڼې ته وويل:څو شپې او ورځې کېږي چې د پاکستاني ځواکونو توغندي پرګوشتې راځي.
دى زياتوي نېږدې شپږ سوه کورنۍ له همدې امله له دې ولسوالۍ څخه  وتي.
قومندان امرخېل وايي خپل ډېرقوي مهمات او وسلې يې ګوشتې  ته لېږدولي چې که بيادغه ځاى تربريدلاندې راشي،پوليس يې د ولسي خلکو په مرسته د پاکستان ځواب ووايي.
په جلال اباد کې د پاکستان قونصل توفيق غوري بياوايي  د بريدونو د کېدو،يانه کېدو معلومات نه لري خو دومره خبردى چې د هېواد ځواکونه يې په سرحدي سيمو کې په جګړې اخته دي.
څه موده وړاندې قونصل د قومندان امرخېل هغه خبرې رد کړې وې چې ګوندې په ګوشته کې يې پرپوستو پاکستاني پوځ بريدونه کېږي.
داټول پرداسې مهال چې:په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو پرون د افغانستان ختيز کې پاکستان سره پرپوله د دوى په وينا د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته د ډېرې پاملرنې خبرورکړ.
پاکستان چې له کلونو،کلونو د افغانستان د جګړې پرپياوړي کولو تورن شوى،ننګرهارورته يو له ډېرو ارزښت لرونکو سيمو دى.
دغلته چې څو ورځې وړاندې د جلال ابادزړه کې پرکابل بانک ډله ييز ځانمرګى بريد وشو،ننګرهاروالي يې پاکستان په سمبالولو تورن کړ.
بلخوا:پرسرحدي سيمو او پوستو د بريد يو لامل داهم ګڼل کېږي چې ښايي پاکستان وغواړي د سرحدي ځواکونو روحيه په ختيز کې کمزورې کړې.
ځکه دلته د قومندان په توګه د امرخېل ترټاکنې وروسته ډېرځله د پوليسو پرطورخم سرحدي پولې د راقاچاق کېدونکو زياتو پاکستاني وسلو،مهماتو،د افغان ځواکونو د پوځي يونيفارمونو او نورو د نيونې ويلي او نيول شوي کسان يې له دې توکيو سره خبريالانو ته ښودلي.
قومندان امرخېل يوځل روهي وېبپاڼې ته مرکه کې له نوم اخېستو پرته يوشمېرپه کوردننه او له هېواده بهرې استخباراتي کړۍ تورنې کړې وې چې غواړي د ده دنده زيانمنه کړي.
ده د همدې استخباراتي کړيوپه ګټه د ځان نه کارول کېدل د دې کارلامل ګڼلى و.
يوبل لامل چې ځينې شنونکي يې داسې بريدونو کې د شتوالي وړاندوينه کوي دادى چې پاکستاني پوځيانو ډيورنډ کرښې ته نېږدې د خپلو وسله والو مخالفينو خلاف پوځي عمليات روان کړي او کېداى شي چې هغوى له کرښې دې غاړې ته راغلي وي چې بياپاکستانيانو کېداى شي د همدوى پرضد دې خواته بريدونه کړي وي.
خو په ختيز کې د سرحدي پوليسو قومندان دا موضوع څه موده  مخکې رد کړې او ويلي وو چې داسې نه ده.
د ننګرهار ولايتي ادارې د تېرځلي بريدونو په شان پرګوشتې د اوسنيو بريدونو پروړاندې هم کوم غبرګون نه دى ښودلى.
د ننګرهاروالي ان يوځل لاخبريالانو ته په نارسمي خبرو کې داموضوع رد کړې هم وه.
والي د انارګي په نامه د ګوشتې د هغه کلي قومي مشرانو ته هم د ليدنې وخت نه و  ورکړى چې سيمه يې څوځله ترپاکستانيو بريدونو لاندې راغلې وه.