افغان چارواکي په نسبتا کرار شوي سوېلي ولايت زابل کې د کوکنارو د کر کچه شپېته سلنه راکمه شوې ګڼي او وايي د امتياز په ډول يې دې ولايت ته يو ميلون ډالر وربېل کړي.
د نېشه يي توکيو پرضد د مبارزې مرستيال وزير پرون دې ولايت ته پخپل سفر کې وويل چې بېلې کړې پيسې به پرټولګټو چارو ولګوي.
ځايي خلک بيا اعلان شوى امتياز کم ګڼي او وايي په داسې لويې موخې پسې دومره کمې پيسې ګټه نه لري.
وروستي