د الف ليله کتاب (زمانه ) او زموږ شعوري روزنه

دهېواد پالنې او مليت ولوله ملي افتخار او د جغرافيوي وېش سره بې کچه توده مينه او ساتل د پر وطن قرباني د هر افغان اتل فطرت او ځانګرتيا ده.

داسې پراخ او ژور تعهد محکم عزم او دقيقه روزنه دخپل عجيب او غريب د ځواکمن ولس وګړو يو نايابه غښتل توب دی.

دتېرو حوادثو په تړاو دهغوی میړانه هغه لويه دردونکې پېښه چې د هېواد په تاريخ کې ساری نه لري، موږ هر ورځ ګورو چې جګړه زموږ د خاورې دبچيانو په وړاندې څه کوي، کله چې زموږ دملي ګټو په وړاندې ګواښ وي زموږ دخاورې وګړي بايد څه وکړي؟

موږ بايد د هر ترهګر غليم په وړاندې سر ټيټ کړو ؟ او يا هر وګړی او په وطن ميین په دې پوه ش، چې زموږ دهېواد د ګټو سره کرښه څه ده.

ددې پېښې اړيکې دولس ، د ملي احساس سره تړلي دي . داسې حوادث د يو تو پان په څېر راپورته شوې، چې قام او ولس ته د زغم نه دي.

په يو قام کې تر ټولو خطرناکه خبر دا ده چې د کمزوري شعور لرونکي وي او خپل دوست او دښمن په اسانۍ نه شي پېژندلی . داسې يو ولس چې حريت عزت او حرمت په ګاڼه سينګار وي او بيا هم خپلو مشرانو ته د نه ويلو صلاحيت او جريت ونه لري، د ځینو خپلسرو دقدرت دهوس په تنده ليونيو مشرانو په غوړو او خوږه ژبه تيروتي او هر ځل دنوي دوهکه کيدو لپاره تيار ناست وي ، نو داسې قام او ولس بيا زما په اند د اعتماد وړ ولس نه دی.

هغه ولس چې قدرت طلبه مشرانو د لوبو اله وي او دقدرت ليوني بيا دولس د سادګۍ او بې شعوري زړه جمعه وي، ځکه چې تل يې دوکه خوړلې وي.

په افسوس سره بايد ووايم چې شعور يې ډېر کمزوری او سلوک يې بيا د ياغي او خادم سره يو شانته وي، خو د نړۍ نور قومونه د خپلې سياسي بې واسۍ سره د شعور څښتنان وي او خپل سياسي بلوغ ته ريسدلي وي، هغوی خپله مشري دقدرت ليوني هوس طلب او ضعيف خلکو ته نه سپاري.

که حقيقت ووايو اوس چې کوم څيز لويديځ ولس سره له هغې ټولو کمزروي سره چي لري یې بيا هم نه يوازې ژوندی قوم دی، بلکې د نړۍ واکوال هم دی.

که دلويديځ تاريخ ته وګورو داسې مثال به ډېر کم تر سترګو شي او نه به وي چې دملي خيانت مرتکب شوي وي، يايې د ولس او خاورې په سر له چا سره معامله کړي وي او يايې خپل هېواد د وګړو او دهغو دحکومتو راز افاش کړی وي.

موږ بايد د خپل هېواد د برخليک سره لوبې ونه کړو ، هغوی هيڅ وخت دشخصي اغرازو، تعصب او شخصي ګټو پر بنسټ عمل نه دی کړی، ولې بر عکس موږ دخپلو شخصي ګټو لپاره هرې ناروا لوبې ته تيار يوو او خپل ولس مو په يو داسې جګړه کې راګير کړی، چې دولس د راضا پرته هر ورځ قرباني ورکوي.

همدا ساده قام يې بيا ځلې د مشر تابه جنډه پر اوږو وړي، دهغوس ژبه تل ددوي په ستاينه لمده وي، نو داسې کمزوري ساده قام او د هوس ليوني مشران، نو بيا هغه دالف ليلي دکتاب د تير شوي عصر او زمان تمثيل نه کوي . يوازي د حکومت پر شا او خوا راټول کسان په کې نيک بخته وي.

دالف ليله کتاب زمانه د پخواني بغداد دعربي تمدن د وګړو هغه تاريخي تريخ حقيقت دی، چې د دولت د اراکينو يې د چاپلوسانو تعداد زيات و، نو ځکه دالف ليله کتاب دهغه وخت د تاريخ عکاسي کوي، زما په اند دهېواد حالت داسې ستونزو ته رسيدلی چې دغه ډول توپير په شعور سمبال ولس ته د زغملو وړ نه دی.
دهېواد واګي د هغه طبقې په لاس کي وي چې دهغوی د مديريتي او علمي صلاحيت نه ډېر لوړ وي ، دکار خلک د علميت او مديرت او فکر او دقيق تفکر خلکو سره دي د پرديو په څير سلوک وشي.

دغه ټولو مرګونو چې تر دې دمه روان دي د هغه قوم د غفلت او بې پروايۍ پایله ده ، يايې د رضا او خوښۍ خلاف پرې ورتپل شوي او دا ټول د هغوي د شعوري کمزورۍ له وجې ور سره مخ دي.

زه وايم چې اوس څوک د الف ليله په دنيا کې اوسي هغوی د غفلت په خوب ويده دي ، هغوس په يو داسې کور کې ژوند کول غواړي، چې دغڼي د ځالې هم ډير کمزوري وي، دهغوی سر مال ا و ژوند هيڅ کله هم خوندي نه وي او په دې تمه وي، چې کله به د مرګ خولې ته ورځي او د بې واسۍ شپې تېروي.

راځئ چې په خپل ملي فکر سياسي شعورسره د الف ليله دکتاب وخت او زمان ټغر ټول کړو ، د هېواد دهر خپلسري وګړي او ورسره د نړيوال فسادګر خپلچاري مخه په اکثريت سره ونيسو، د ظالم ترهګر او هر خپلسري سره د هغه دکړنو برابر عمل وکړو، ځکه چې په دې سره به مو د يو بل بغاوتګر د ګمراهۍ او سرکشۍ مخه نيولي وي.

خپلسري که ټولنيزه وي او که شخصي وي خو د ولس د ژوندانه لپاره د زهرو برابر ه ده ، چي لومړی ځان ترې ژغورل پکار دي او بيا ولس.

زموږ د مشرا نو لپاره غوره دا ده چې ځان تر خلاص کړي، ترڅو مخکې له دې چې دغه توپان او بغاوت يې له ځانه سره ډوب کړي.

ورستۍ پېښې ورته يو ويرونکي پيغام دي، د ورستي پايلي په توګه ليکم تر هغې چې موږ بهرنی سياست او نړيوال فسادګر او ترهګرته په خوله د سوک ورکولو ځواک په اړه فکرونه کړو او لاس په کار نشو هيڅکله نورې بديلې لارې زموږ دسر سړيو د مرګونو ستونزې نه شي هوارولی او هغه وخت لرې نه دی چې يو بل ځواکمن اتل او په وطن مين له لاسه ورکړو .