
بې له شکه چې ټول انسانان يوۂ قانون ته اړتيا لري ترڅو وکولی شي د هغه په رڼا کي ژوند وکړي، ولې ځنې قوانين لغوه د اصلاح په خاطر د قانون په سطحه يو عادي عمل دی. مفسيرين وايي کله چې (لوتر) تحريک چې اصلاحي ديني تحريک ورته وايي، د ټولې اروپا فرهنګي قومي او ديني يوالي ختم کړو.
نو دغه لويه وچه يا لويه جغرافيه په قومي حکومتونو وويشل شوه، چې دا شخړې دنړۍ د امن لپاره يو لوی ګواښ شوو. او تر اوسه جاري دي. د اصلي نظام له مينځه تللو او دقوميت د ولولې د لوړتيا لومړنۍ اغيزه چې تر اوسه جاري ده. دا وه چې ټوله اروپا يې په قومي ډلو وويشله چې يوه لويه دايره وايسته.
او دغه کاذبه اغيزه د وړو قومونو په ذهنو کې ورځای کړه، چې د دغې حلقې په دننه کي چې څومره قومونه، تمدن، علم، ادب، شتون لري هغه د نړی په ګردو قومونو ، پوهنه علم او ادب لوړ دي او دا د دوی فطري حق دی.
چي په اصل کې داسې نه وه. هغوی په دې نظر شوو چې نور قومونه د ژوند او پرمختګ حق نلري. تاريخ وايي په همدې هم فکره مرض يونانيان او روميان هم اخته وه، د دوی د قدرت د قوميت او قدرت وړې وړې جزيرې او دايرې جوړې کړي وې.
ولې دهغوی په دغه تنګ نظرۍ کې له ځانه پرته نورو ته درناوی نه ليدل کيده جنګ جګړې همدې لپاره وي. او ژوند يې د همدې لپاره وه د قوم پرستی تخم فقط يو ډول پاڼې او ميوه ورکوي دا هم د پام وړ ده چې قوم پرستي يوازې يو قام رنګ ولري او نور دې ترې تير شي هغوی قوم پرستي ته تر دې حده زور ورکړی. چې پوهې ادب شعر فلسفې او ان تاريخ طبیعي علوم دې هم د قوم پرستی خوند او رنګ واخلي. له هرې خوا په قام پرستی د قوم غرور او نژأدي لوړوالي او پر ماضي فخر او تکبر زور واخلي هيڅ نوع اخلاقي مخ نيوی نه کيده ملي ګټې سوله امنيت دا هر څه دې يوازې دقومي بريدونو قربان شي.
له بله پلو ناسيونالستي او ظالمانه حکومتو اصول دا دي چې د قومي بريدونو دايرو کې په کوچنيو کوچنيو او کمزرو قامونو د زور او ځواک کاذب تبلیغي کوي. دهغوی په ژبې فلسفه تهذيب ستاينې او د برم او پرتم په هکله له مبالغې کار اخلي تر څو چې هغه کوچني قومونه دقام پرستی د ولولو په مقابل کې کمزوري او د قوميت په ولولو يې سر شاره کړي. په هغوی د خپل ځان د غلط باور پياوړي کړي او د قوميت په کوچني دايره کې رابند کړي. چې نتيجه دا شي چې د لویو قومونو د ځواک خوراک شي. او د قوميت په اور کې لولپه شي. کرکه، ويره، نفاق، د ظالمو حکومتونو يو ضروري عنصر دی چې پرته له دې ورکې روح پيدا کيدی نشي.
د دا رنګه حکومتونو يواځنی حربه قومي ولوله راپارول دي. او د خپل حکومت له بقا لپاره ورنه کار اخلي ولې اسلام د دغو حکومتونو چې کرکه . ويره ،نفاق ته لمن وهي حرام ګڼي او په صراحت سره وايي هغه خلک چې تربګني ګوندي لورته لمن وهي او د ګوندي په ملاتړ جګړه کوي زموږ نه دي.
نو په طبيعي توګه دا کړنې د ګټي پر ځای د هيواد او ولس زيان ته لار هواروي. د دا ډول تګلوري اخري ګټه د هيواد د وګړو اخلاقي معيار ورځ په ورځ ټيټيږي او يو خطر ناکه غيرې اخلاقي ټولنه را مينځ ته کوي چې په نتيجه کې يو غير اخلاقي ناروغي رامينځ ته شي . چي د کشر نه نيولي بيا تر مشره پورې بيا ټولې په دغه غير اخلاقي ناروغی اخته وي . او په ځانګړي توګه دا ډول ژوند دفطري او واقعي غوښتنه نه وي بلکې فرضي او ناراوا اړتياو غو ښتنه ده.
د ژوند د غير اخلاقي نظام د پايښت کوښښونو وسيله ګرځي. خو؟ موږ په دي مهال ديو ځانګړي تنقيدي نظر له مخي د دغه ناانډوله برياليتبونو ايجاد تر پوښتني لاندي نيسوو. او ګورو چه ددغو غيري اخلاقي ميتافزيکي اختراعاتو قومي، زباني، تعصبي، مرام څه دي؟ او هغوي تر کومه ځايه خپل دغه غير معقول هدف ته رسيدلي دي. او د قام ولس ، ژبي ، او علميت لپاره د خير برکت او راحت وسيله شوه. او که دهيواد او ولس په مشکلاتو او موصيبتونو کي نور هم ډيرښت را ووست. زموږ له نظره دا يو ښه مفکوره ده چې ددغه ناوړه ځواکونو مخه ونيسو.
ديوۂ داسي ټولنيز نظام بنسټ کيږدو چي د خلک په خيال او خاطر کي هم نه وي. بشکه الله تعالي غوره ګرځولي انسان او اختياري ورکړي چي په لمده او وچه جغرافيه کي زيار وباسي. بشکه الله تعالي زموږ مرسته ضرور کوي. خو له بدقسمتي له مخي دڅو کالو راهيسي زموږ قوت، اخلاقي پوهه او دين تر مينځ انډول وران او ويجاړ شويدي . او د نوري نړي نوي تمدن او ورستي مادي قوت او ظاهري ډير په چټکتيا پرمختګ کړي.
اوس موږ يو داسي حالت سره مخ يوو . چي د تلي يوه پله په اسمان کي او بله په تحت الثري کي ده. ولي ؟
موږ به دا مزل له نورې نړۍ سره حتماً تر سره کوو. که دژوند ټول وسايل مو شته او کنه؟ له دې ټولو سره موږ نشو کولي چې ديوه واحد ملت په صفت په دې پراخه جغرافيه چي نوم يي افغانستان دي. د ژوند لومړۍ مرحلي سره جوګه شوو. همدا لامل دې چې هر کال مو په زرګونو انسانان يا مري او ياله هيواد بهر تلو ته اړکيږي. او موږ ورته په بې اعتنأيي ننداره کوو. حقيقت دا دي چې زموږ پوهه، تمدن د قومي پخوانيو او اوسنيو غلطو خود اعتماديو په څير دژوند لپاره داسي شرايط غوره کړي. چه د ځينو نامالومو قومي دايرو پر بنأيي زموږ عملي ژوند نا ممکن کړي دي . موږ چي د قوميت په کومه ژبه څومره پوهيږو ددي په پرتله په، ژوند، پو هه او دا چې انسانان څنګه يو تربله په يوۂ واحد جغرافيه کي ژوند تيرول پکار دي ډير لږ پوهيږو. او زموږ ليدلوري په دې باب ډير کمزوري او ورسته پاتي دي. او ددغې ناپوهي زيان موږ له ماتي سره مخ کړي يوو.