د زلزلې راز په څه کې دی؟


انسان نن په دی حقیقت پوه شوی، چې د دې پراخ او ستر عالم هر څه له خپلو خاصو قوانینو له مخې ترسره کیږي که دا دجامداتو پيدا یښت دی او که دمعیاتو ګاز او نور اشیاو، پيدایښت دی یا دعناصرو ترکیب، جوړښت، حرکت او ساکن والی هر څه د یو منظم نظام له مخې سرته رسیږی.

نن سیانس همدغه خبره کوي، چې د ټولو هغه پرله پسیې مسلسل تحولاتو چې هر شیبه د ځمکې په سر او دهغې په سینه کې تر سره کیږي، خپل یو ټاکلی مسیر وهي او هر ه پيښه په خپل ثابت وخت کې را مینځ ته کیږی.

د اذازلزت الارض زلزالها: مبارک ايت د ځمکې په هغه ټولو پيښو شهادت ورکوي، چې د ځمکی پر سر او یا د هغه په جوف کې رامینځ ته کیږي. زلزله د الله تعالی د افتونو یوه کوچنۍ برخه ده، ولې دا چې ځمکه او اسمان ورسره څه تړاو لري؟ موږ د خپل بحث موضوع د سیانس دلید لوري ورباندې بحث کوو.

کله چې، قران شریف موږ ته د تسخیر خبره کوي هغه یوازې د ځمکې بحث نه کوي، بلکې د اسمانانو د تسخیر خبر هم راکوي. یوه ‌‌‌‌‌‌ډيره د فکر او راز خبره، چې موږ ته قران بیان وي؛ هغه د ځمکې او ا سمان د تسخیر خبر راکوي، خو جالبه دا ده، چې تل یې د اسمان د تسخیر خبر لومړی او بیا يې د ځمکې بحث کړی. تاسې وګورئ تل الله تعالی فرمایی (رب السموات او بیا وایی والارض) تل د اسمان ذکر لومړی او د ځمکې د خاکي کرې ذکر وروسته شوی دی. د نن علم وایی، ساینس د قران مجید ریښتنوالی ثابتوي.

علما وایي دزلزلې په اړه ېی کومې پوښتنې د ساینس په رڼا کې تر لاسه کوي هغو وایې دزلزلې فزیکي میتافزیکل لاملونه چې په اسمان کې تر سترګو کیږی د ځکمی سره مستقیم تړاو لری.

زلزلې علم وایي هره پیښه چې، په ځمکه ګې را مینځ ته کیږی هغه لومړی په اسمانو که پيښږی. نوموړی د زلزلې د علم په ړڼا کې په خپل یو مثال که وایی.

کله چې سماوی اجرام او ستوري ځکمی ته رانږدې کیږي د خپل وضعي او یاانتقالي حرکت له مخې د سمندر په میلیاردونو ټنه اوبه ځانته راکش کوي او له څو ساعتونو ورسته اوبه بیرته په شاتګ کوی یاخپلې لومړۍ کچې ته ځي. که څه هم سپوږمۍ، ستوری او په شمسی نظام که یو کوچنی ستوری دی، چې په میلیارد نو ټنه اوبه راکاږي، چې په نتیجه کې په سمندرنو کې ډیرې شدیدې زلزلې رامینځ ته کیږی نو له دی مالومیږی چې ټول تحولات چې د ځمکې په سرترسره کیږی لومړۍ په اسمانو کې پيل کیږي، چې له دې سمندري زلزلو نه سونامی او شدید طوفانونه چې د انسانی تلافاتو سبب ګرځي رامینځته کیږي.

همدا راز لمرد خپل جاذبی قدرت له مخی د ځمکی دننه په میلیاردو ټنه مایع مواد چی له زیات حرارت له مخی ذوب شوی ځانته راکاږی چی په نتیجه کی د ځمکی په دننه کی ویبرشن یا ارتعاش پيل کیږی چی بیا ورسته زلزله رامینځ ته کیږی په دی اساس راروان کالونه به دسختو زلزلو شاهدان وه
دزلزلي علم پوه وایی دا نوی سوچ اوفکر دی چی زه یی د یو دینی او ساینس پوه عالم په فکرنړی ته وړاندی کوم او دا له حقایقو لری نه دی

نن ساینس هم دا ښودلی چی د زلزلو تړاو له زمکی نه تر اسمانه زیات ثابت شوی دی دمیتا فزیک علم هم وایی هغه پيښي چی. په ځمکه کی تر سره کیږی لومړی په نږدی اسمان کی پيښږی. که په لمر کی طوفان راشی نو په ځمکه کی هم طوفان راځي د ناسا د سپوږمکی د راپور له مخی په تیرو لسو کالو کی چی کومی درندی پيښي په ځمکه کی پيښي شوی هغه اول په لمر یا نږدی اسمان کی شوی او دهغوی ورسته په ځمکه کی شوی او ور سره زیات تړاو لری نو له دی نه مالومیږی که موږ وغواړو چی د راتلونکی کال په زمکه کی د کیدونکو پيښو اندازه مالومه کړو نو موږ باید د اسمان او بیا دلمر په رابط ځان پوه کړو.

دلته داسی نتیجه په لاس راځی چی ساینس او دین سره نشو بیلولی ولي چی ساینس اسباب وړاندی کوی او دین وړاند وینه کوی.

رب په هیچا ظلم نکوی ترسوچی موږ په خپل ځان ظلم ونکړو نو چی کله دین د ساینس سره وتړل شو نودګناه ظلم زور زیاتی هم د ساینس په ړڼا کی د افتون او زلزلو سبب ګر ځی نو ځکه که موږ تیر کال ته وګورو هغه ظلم او زیاتی چی موږ کړی حتمان به په راتلونکی کال کی سختی زلزلی ولرو.

دزلزلي علم او نوی تیوری وایی زمکه ژوندی جسم دی په همدی اساس په زمکه چی څه کیږی دا یی نه یوازی اغیزه منی د هغی په مقابل کی به غبرګون هم ښایی سره له دی چی زمکه صبر لری او ‌‌‌‌‌‌ډير هم دی . خو هر څه چی له حد تیر شی بیا غبرګون لری.

په همدی اساس موږ اوتاسی به شاید نور طو فانونه او افتونه تجربه کړو
د میتا فزیک علم وایی چی کله زمکه living body شی یا یو ژوندی جسم شی نو کوم برخه د زمکی چی ارامه او سوکاله اجتماعی عدالت هلته شتون درلوده هلته به زلزلی او افتونه کم وی.

قران مجید کله ځمکې برنی فضا د اسمان په نامه یادوی او کله اسمان د ټولو کایناتو د چت په نامه یادوی، یعنی اسمان هم د ځمکې مربوط حصه بولي چې ټول سماوي اجرام یې په خپل شپول کې نیولي. دا چې د اسمانانو پيښې څنګه د ځمکې سره ‌‌‌‌‌‌ډيری نېږدې دي، وخت او زمان به ورته ځوابونه پيدا کړي چې د لفظ او تعبیر تفاوت به زموږ له وخت سره متضاد وي ؟؟؟
استغفرالله و اتوب الیک.