هيندارې په تصويرکې مې دځان نښه راوښـــــــيه
نن مـــې په هررګ کـــې دجانان نـــــښه راوښــــــيه
نه راځم ساقـــــي دامې روســـتی ګوزرپه خـــم ګڼه
داځلـــي په جام کـــــې دمغـــان نــــښه راوښــــــــيه
واخلــــه نن دايوه اوښـــــکه ورغــــوي کې دراچوم
دې خاموښـــه سيــــندکې دطغيان نـــــښه راوښيه
زړه دې شته که وي دې نن مې سم سترګوته وګوره
ماته پکـــــــې زما دورک ارمان نـــــښه راوښـــــيه
نه ورځــــــم زاهده دمســــتۍ په لـــــوري بيا خوته
يوځـل په توبه کـــــــې دغفران نـــښه راوښــــــــيه
څنـــــډورکړه دزلفــو شـــــپې دمخ په ســـــباراوله
يوه لحــظه وصال کـې دهجران نښــــه راوښــــيه
وروستي