د موټرو او ماشومانو د غلا مخنیوی په افغانستان کې داسې وکړئ؟

که چیرته تاسو په افغانستان کې ژوند کوي او غواړي چې خپل موټرو، موټرسایکل او ماشومان مو له غلا خوندي وي او تل یې کنټرول او ردیابي کړي، نو موږ دلته تاسو ته مکمله او تضمین کړي حلالاره درښیو. چې ممکن تراوسه به مو نه وي تجربه کړي.

اوس د ټکنالوجۍ نړۍ ده، تاسو د خوندیتوب لپاره لکه د اتلسمي یا مخکينیو پیړیو قلعه، لوړ دیوال یا بل څه ته اړ نه یاست. باید له ټکنالوجۍ کار واخلی. اوس هغه څوک ډیر خوندي دی چې هڅه کوي له وروستي ټکنالوجي کار واخلي. ځان به نوی تخنیکونو بلد کړي، او اپډيټ واوسي.

خو اوس افغانستان هم له دي کاروان څخه وروسته ندی پاته. دلته هم ډیر داسې څه په کور دننه جوړیږي او د افغانانو د خدمت لپاره وړاندي کیږي، چې تاسو سره په ډيره برخو کې مرسته کوي. خو موضوع نه اوږده وو، راځو دیته چې څنګه د موټرو او ماشومانو د غلا مخنیوی وکړو؟ او څنګه یې ردیابي او کنټرول کړو؟

په پلازمنیه کابل کې د درک په نوم د ټکنالوجي یو شرکت دی، چې د ټرکیننګ (GPS/GSM/GPRS/SMS Tracking) او سافټویر په برخه کې فعالیت لري او د هیواد په لویو ښارونو کې هم څانګې لري، په لویه کچه دا خدمتونه وړاندي کوي.

دا کمپنۍ یوازینۍ داخلی کمپنۍ ده چې ټول سیستمونه یې خپل. پروګرامیننګ،اپډيټ، او نور ټول کارونه په هیواد کې دننه د خپل ټیم په مرسته مخته وړي. درک کمپني د موټرونو، ماشومانو او افرادو لپاره د درک(http://gps.darrak.af/authentication/create) په نوم سستم لري، چې تاسو کولای سي په دي آدرس gps.darrak.af یې عمومي سرور په انټرنیټ کې پیداکړي او وړیا ځان راجسټر کړي، خو دا سیستم څه ځانګړني لري؟

ددي سیسټم څو انځونونه:
درک ټرکیینګ سیستم (http://gps.darrak.af/authentication/create) کې تاسو کولای سئ خپل موټر وڅاري، په ژوندي بڼه یې ردیابي کړي. له موبایل، کمپیوتر، یا اس ایم اس څخه بند او چالاند کړي. د موټرو د میاشتو میاشتو تاریخچه وګوري چې چیرته تللی، چېرته تیل اچولي،د تیلو د غلا مخنیوی وکړي. چیرته دریدلی، په کومه ځایونو کې به لوړ سرعت ګرځیدلی، په کومه ځایونو کې لوړ بریک نیولي، لوړ سرعت یې کنټرول کړي،مهمي خبرتیاوي ترلاسه کړي. تر ۳۲ ډوله زیات راپورنه د خپل موټرو او ماشومانو په اړه ترلاسه کړي. خپل موټر ته د ګرځیدو محدوده ساحه(Geofence) وټاکې چې کله موټر له هغي ساحي ورځي، نو اتومات بندیږي. که چیرته تاسو کوم چیرته ځی نو لار ځانته جوړه کړي، او هغه تعقیب کړي او بې له کومې پوښتنې ځان هدف ته ورسوي. په موبایل یا کمپیوتر یا اس ایم ایس کې تاسو ته معلومیږي، چې اوس ستاسو موټر چلاند دی که بند، دروازې خلاصي دی که ندی، څومره تیل لري، آیسي یې چلانده دی که بنده ده او نور. ښه لا داده چې ددي افغاني کمپني دا سیستم دري ژبه هم لری او پښتو ژبه به زر په مکمل ډول دي سیستم ته ورزیاته سي، ځکه اوس یې ډیره برخه پښتو کړي. او دا سیستم نورې ګڼي ځانګړني لري، د درک کمپنۍ دا سیستم په هیواد دننه په پراخه ګچه د موټرو، ماشومانو او افرادو د څار او کنټرول لپاره ډیری اداري، شرکتونه او په زرګونه کسان یې کاروي. او ددی سیستم ۹٪ ګټه اخیستونکي له هیواد څخه د باندې دي.

تر ټوله لویه ځانګړنه یې داده چې دا کمپنۍ د موټرو او ماشومانو د څار و خوندیتوب لپاره د انډرویډ موبایلونو اپلیکشنونه او هم د آیفون موبایلونه لپاره په اپ سټور او پلې سټور وړیا اپلیکیشنونه لري. چې ددي سیسټم ډیری ځانګړني ددي موبایل اپلیکشونونو له لارې هم ترسره کولاي سي.

دا اپلیکشونه په پلي سټور او اپ سټور کې د Darrak GPS په نوم پیدا کړي یایې له لاندې لینکونو څخه ډانلوډ کړي.
د انډرويډ موبایلونو اپلیکیشن: https://play.google.com/store/apps/details?id=com.darrakgpsclient.android
د آیفون(iOS) موبایلونو لپاره اپلیکیشن: https://itunes.apple.com/app/id1435289917

د درک د موبایل اپلیکشنونو څو انځورونه:
د درک عمومي سرور لینک چئ تاسو کولاي سي هلته ځان ته حساب پرانیزي: http://gps.darrak.af/authentication/create

د درک شرکت په اړه نور معلومات او ددي کمپنۍ د اپلیکشنونو په اړه معلومات یې په ویب سایټ کې وګوري: https://darrak.af/

د یادوني وړ ده چې تاسو باید لمړي په موټر کې د جي پی ایس ډیوایس نصب کړي او بیا یې ددي شرکت له موبایل اپلیکشن یا سیستم څخه کنټرول کولای سي. دا سیستم په ټول افغانستان کې کار کوي، که تاسو له هیواد څخه بهر یاست هم کولاي سي له سیستم څخه کار واخلي. کله چې تاسو دا سیستم په خپل موټر کې نصب کړ، نور که غل درته ودیږي، نو کلي هم ورکړي ځکه هر څه له سیستم څخه کڼټرولیږي، او غل که هر چیرته وی تاسو موټر ورباندی بندولای سي او هم پیداکولای سي.

په دي لیکنه کې مو د موټرو د څار او خوندیتوب په اړه درته معلومات درکړو، په بله لیکنه کې به د ماشومانو او افرادو د څار او خوندیتوب به اړه ددي کمپنۍ سیستمونه درته ووښیو او هم به یې د اپلیکشنونو لینکونه درسره شریک کړو.