د پارلماني انتخاباتو نتایج به څنګه وي؟

که څه هم د تیرې ورځې په پارلماني انتخاباتو کې مشکلات ډیر وو، ولی دا هم باید ووایم چې تر ډیره د پخوا په نسبت رایه اچونې له اړخه شفاف انتخابات وو.

۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کال ریاست جمهورې ټولټاکنې او د ۲۰۱۰ کال پارلماني ټولټاکني ډیر له درغلیو ډکې وي. حتا ما په سترګو هغه وخت ولیدل چې ډیری رئیس محلانو او ډیفسېانو او نوماندانو به ځان سره تر څو زره د انتخاباتي کارتونو کاپيانې درلودي. او دیته ورته نور د درغلیو لارې چارې چې په ناندریو او جنجالونو یې موږ ټول خبر یو،. ولی تیره ورځ او نن په انتخاباتو کې ددي ډول پیښو احتمال ډیر کم دی.

ولي په اوسنی په اصطلاح بایومتریک سیستم کار لږ پیچلی کړ، او د کمیسون کمزوری مدیریت،د مرګزې احصایې د اداري مداخله، د ناظریونو ډیروالی او ډیر د نوم پلټول ناسم الګوریتم نور هم رایه اچونه خلګو ته سخته کړه،خو د بایومتریک او محلی رایې اچوني په صورت کې نوم پلټلو ته هیڅ اړتیا نه وه. هیله ده خلګ په ټکنالوجي اعتماد له لاسه ورنکړي.

دوهمه پیچلتیا له دی وروسته پیل کیږي. دا چې له ټولو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو څخه به دا ټول ډیوایسونه (هغه هم که چیرته د انتخاباتو تر وروستي ساعته چارج ولري، په سم ډول ډيټا انترې سي او کمیسون ته بیرته تسلیم سي) او د رایې صندقونه او لیستونه راټولیږي، او بیرته به کابل کې دانه په دانه ټوله ډيتا له ډیوایسونه څخه سرور ته کاپی کیږي. رایې به چک کیږي. او سخته لا داده چې رایې ورکې، په لیست کې نوم او سیستم کې ثبت سوی عکسونو ترمنځ اسانه لار او پلټنې الګوریتم نسته چې څنګه یې سره مقایسه کړي؟ او تکرارې رایه باطله کړي. د مثلا په ډول دي سیستم زیربنا نه درلود چې د خلګو ډيتا مخکې له مخکې په سستم کې ثبت وی او نه دا سیستم ټول اړخونه مطالعه سوی وو، او نه زموږ د هیواد له شرایطو او نورو اړخونو سره سم ډیزاین سوی وو.

او بله لویه نیمګړتیا دا وه چې دا Single Scanner موبایل ډیواسونه وو یعنی یوه ګوته په یو وخت کې سکن او ثبت کوي، نه ټولې ګوتې، نو که یو کس شل تذکری ولری نو ګوتي په بدلوولو سره شل رایې اچولی سي.

هغه مرکزونو کې ډیوایسونه ندی کاریدلی او یا ورک او یا د ورځی ترپایه یې کار ندی کړي، د رایو سرنوشت به څنګه کیږي بله لویه ننګونه ده.

د رایو ډیروالي مهم ندی بلکي شفاف والي یې مهم دی. که ډایوسونه سم کار وکړي او سرور یې پروسیس کړي او څه ډول چې د انتخاباتو کمیسونه ویلی هغه ډول ټول مراحل ترسره سي نو زما په نظر له ۵۰٪-۷۰٪ شفافیت تضمین کولای سي، پاته برخه کې به کاغذی سیستم او نظارت مرسته کوي.

د انتخاباتو کمیسون پلان لري د راتلوونکي میلادي میاشتې په لسم نیټه نتایج اعلان کړي فکر نه کوم دي خڼدونو او پیچلي پروسیس سره دي دومره زر دا کار وسي. خو که نتایج زر یا وروسته اعلان هم سي، د نوماندانو ناندرې او شکایتونه به ډیر وي، ځکه د افغانستان غوندي یو هیواد کې چې تر ډیره په نورې تکیه ده او زیربنا او مسلکی ټیمونه نشتون،په دی برخه کې پخوا کوم شفافیت نه وو او په کار کې د نورو مداخله یې ډول ډول شکونه او اندیښنې رامنځته کوي.

په ټوله کې له ډیرو ستونزو سره سره رایې اچونه تر ډیره شفافه وه، خو د نتایجو سم او په وخت معلومیدلو لپاره لا ستونزې او ننګوني سته، چې وروسته به معلومیږي.