په پارلمانې ټاکنو کې له کوچنیو بایومتریک ډیواسونه څخه ګټه اخیستنه به نتیجه ورکړې،کنه؟

د انتخاباتو کمیسون پلان لري چې د پارلماني ټاکنو په ورځ له واړو بایومتریک ډیواسونه(Mini Biometric Fingerprint Scanner) څخه د درغلیو د مخنیوي په خاطر کار واخلې.

لمړی خو دا ښه اقدام دی، چې له ټکنالوجې څخه په ټاکنو کې کار واخیستل سي. بایومتریک نوی څه نده پخوا به خلګو په اسنادونو او کاغذونو باندې په رنګ کړړې ګوتې لګولي، خو اوس تر ډیره بایومتریک دیجیتل سوی، له دي ډول وړو ډیواسونه څخه په ترافیکې، بانکي، طبي،اداري... او نورو په شمول په سمارټ فونونو کې هم ګټه اخیستل کیږی.

زما په نظر د ټاکنو کمیسون ځکه دا کار کوي، چې له سیاسي اړخونو څخه په دوی فشار دی،او دوی د سیاسي ډلو د خولې بندولو لپاره دا اسانه او ښه لار بللي، ځکه ډیری سیاسون بیا په ټکنالوجي نه پوهیږي، نو ځکه دوی سره ددي سیستم په څرنګوالی بحث نه کوي.
خو په دومره لږ وخت کې ددي ټکنالوجي څخه په ملي سطحه ګټه اخستنه ممکن سخته وي،یا ښه نتیجه ورنکړي. دلایل یې ډیر دي، لمړی دلیل یې داده چې دا واړه بایومتریک ډیوایسونه د کوتو یونیک تصویر واخلي او په ډیټابس کې یې د هغه کس له معلوماتو او ډیټا سره یو ځای کوي، نو چې ډیټابیس نه وي،څنګه به کیږي؟ یعني لمړی خو دا سیستم زیربنا نلري،ځکه له مخکې کمیسون یا په ټوله کې دولت د خلګو کوم بایومتریک ډیټا نلري. نو دوي باید په عین وخت کې د خلګو ډیټا راټوله کړي،هم داسې یو لوی معیاري ډیټابیس رامنځته کړي، او هم انټیکریټ کړي او هم د ډوپلیکشن یا تکرار نورو ستونزو مخه ونیسي. اصولي خو دا وه چې لمړی باید هغو خلګو معلومات ډیجیټل سوی وای لنډ مثال یې د کانکور دي، لمړی زه کوونکي کانکور ته ثبت نام کوي او وروسته بایومتریک کیږي. لمړی خو له تخنیکی اړخه چې دا سیستم معیاري وی او د ټاکنو تر ترسره کیدو هم یوه میاشت وخت پاته وي،نو ستونزمنه ده. او دا ډیواسونه په یوازې سر دري څلور کار نسي کولای او یا که یې کوي، نو په معیاري بڼه نه کیږي، د کارکوونکو زورل خو لا پریږده.

دوهم د انتخاباتو په ورځ په ټولو انتخاباتي سایټونو کې دا ټول ډیوایسونه یو او بل سره انټکریټ کیدای نسي،يو د انترنیټ ستونزه ده او بل ډیواسونه کوم مرکزې انلاین سرور نلري او که یې ولري بیا ټول خلګ دلته راجستر ندي. او افلاین هویت پیژندنه ناممکنه ده، چې په هغه لحظه اتومات یې چک کړي چې سته یا نه یا یې رایه ورکړي یا نه؟ يعنې د ټاکنو په ورځ دی د یو کس د څو وارې رایې اچوني مخه نه نیسي،وروسته به دا ټوله ډیټا سره یو ځای کیږي، هغه هم د یو مرکزې سیستم په وسیله بیا به صحي،باطلي، یو ځلي او څو ځلي رایې معلوموي. هغه هم که دا ډیوایسونه ټول راټول سي او د هغي ورځی تر پایه کار وکړي.
درېیم نه پوهیږم ددي ډیوایسونو ډیټا راټولولو سيستم او څرنګوالی څه ډول دی؟ معمولاً بایومتریک یو سیستم ته د ننوتلو، پیژندلو، خوندیوتوب، پیسو لیږلو، جرایمو په کمولو،بګروند چکولو، امنیت او د یو چا د هویت د معلومولو لپاره کاريږي که په معیاري او خوندي بڼه نه وی، نو نه یوازې چې اوس به مو درد نه دوا کړي،بلکې ددي سرچپه پایلې به ولري. او ایس ډي کي یې په کومه ژبه کې ده؟معمولاً د بایومتریک د ډیواسونو سافټویرونه او ایس ډي کې یې په C, C++, Java, C# .net او نورو ژبو کې وي، که ایس ډي کې یې او نور پلټفارم یې په جاوا ژبه کې وي، نو دا ډیټا به د برښنیایې تذکرو په سیستم کې هم په درد وخوري ځکه د برښنایې تذکرو د بایومتریک سیستم هم په جاوابایومتریک کې دی، کنه دا ډیټا به بیا زموږ په درد ونه خوري، بلکې ممکن ستونزې هم جوړي کړي.

څلورم دا ډيوایسونه څو ډولونه لري، ځینې په رڼا کې ښه کار کوي او ځینې په تیاره کې، ځینې یې د لندو، خوږ سوي،سولیدلو او چټلو ګوتو په سکن کولو کې ستونزې لري، پرون له ما نه د بې بې سې خبریالې دا پوښتنه وکړه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون چارواکو موږ سره په مرکه کې ویلي: چې موږ د یو کس ټول بایومتریک په څلویښت ثانیو کې اخیستلای سو، ستاسو په نظر دا ممکنه ده، ما ورته وویل فنګرپرینټ سکن د یوي ثانې کار دی، خو دلته یوازې د ګوتو سکن ندي، بلکې د یو کس په اړه معلومات لکه نوم د پلارنوم،تذکرې نمبر،... د رایې پانې نمبر او دیته ورته نور معلومات دی چې ممکن د هر کس د نوبت او ثبت او سکن یې څو دقیقې وخت ونیسي،کنه نو دوی څنګه معلوموي چې کوم کس څوځلي رایه اچولي؟ کله چې دا ټول سول بیا بایومتریک ورته ویلای سو، کنه یوازې د ګوتې سکن ته فنګرپرنټ ویل کیږي. که چیرته د یو رای ورکوونکي ګوته خوږ، خیرنه یا بل جلدي ستونزه ولري یوازې د ګوتو سکن یې څو دقیقې وخت نیسي،کله کله نه کیږي او نور هویتي معلوماتو ثبت خو لا پریږده.

پنځم که چیرته دا سیستم دوی له نن څخه وروسته یا له تیرو دوه اوونیو څخه را په دی خوا راوړي او شاخوا په دي یوه میاشت کې یې آماده کوي، نو دا هغه ډیوایسونه دي چې زه یې خپل دفتر ته، یې روغتون ته او بل یې بانک او یا بل څه ته اخلي، یعني دا یو کسټومایز او ځانګړی څه ندي. معمولاً کله چې دولت یو څه اخلي، نو عام بازار په نسبت یې اوړند چارواکې ورته څو برابره په لوړه بیه اخلي، ممکن یو لوی دلیل یې اداري فساد وي او بل دوی دا سیستم په دوهم او کله کله په درېیم او څلورم لاس اخلي، خو ددي ډیوایسونو بیه د یو ډیوایس له ۴۵ ډالرو څخه پیلیږي او ممکن لوړه بیه یې د زر ډالرو په شاوخوا کې وي.