لپې مې مې راټولې کړې دعا کوم
خپله مې نور خپل ځانته رڼا کوم
ماته دومره ګران دی لکه سترګې مې
چاته له ناکامه چې ښیرا کوم
ښه نو چې سبا به ورته څه وایم
ځان سره لګیا یمه سلا کوم
خلک په خانۍ کې زاره چاودي دي
زه مې غریبۍ سره خندا کوم
سترګوته یې غلي غلي ګورمه
سترګو نه یې غلې غلې غلا کوم
تابه یادوم جانه په مړو اوښکو
بس لکه ډیوه درپسې ژړا کوم
وروستي