اوس مازدیګر ته شیبې نه شمارمه
اوس د چینار سیوري ته نه ګورمه
دغره لمن کې د ځنګل له لوري
د ولیبال د توپ د ربا نه راځي
نه په شنو پولو غوا پوولوسره
زما په لاس کې د ښوونځي کتاب دی
لګیا یم ځان نه مې پوښتنه کوم
چې هغه خوب و اوکه ژوند و چیرته
زه بدل شوی یم که وخت بدل دی
ولې له خپل کلي نه لرې یمه
ولې مې زړه مړاوې دی
وروستي