د سولې اوازه!

کلونه کیږي چې د سولې آوازې اورمه
کلونه کیږي چې له زړه نه مې خندلي نه دي

کلونه کیږي چې سپرلی زموږ په لور نه راځي
کلونه کیږي چې ګلونه مې لیدلي نه دي

کلونه کیږي جنازو پسې مزلونه کوو
کلونه کیږي په ډولۍ پسې څوک تللي نه دي .

کلونه کیږي چې بې خونده ،بې سکونه یمه
کلونه کیږي چې هیچا ته مې ویلي نه دي

کلونه کیږي چې خپل کلي پسې ډیرخفه یم
کلونه کیږي دیوالونه مې هیر کړي ندي
مرمرینه ماڼۍ