ته به راځې!!

دپښو څپا د اورم
چې را روانه یې ته
رڼا رڼا مې
تر سترګو سترګو کیږي
دا ټولې ستا نښې دي
دا ځل به بیرته ګوره
له نمې لارې نه ځې
دا ځل به خامخا رنګونه راوړې
سولې!!ګیډۍ به د ګلونو راوړې