
د آنلاین ادبي بهیر ملګرو تېره اونۍ پرېکړه وکړه، چې د راتلوونکي بحث تر څنګ به د اجمل پسرلي د لنډو کیسو ټولګه (لپه) به لولو او یوه ـ یوه لیکنه به پرې کوو؛ نو ما هم د پسرلی صیب د لنډو کیسو یاده ټولګه ولوسته، خوند مې ترې واخیست او د بهیروالو دغه پرېکړه ستایم.
اجمل پسرلی په پښتو داستاني ادب کې له هغه لیکوالو څخه دی، چې په نثرونو یې د نظمونو تنده ماتېږي؛ ځکه موږ نظمونو د پند ترڅنګ د خوند لپاره هم لولو؛ تر څو ستړی او ناقرار روح مو سکون شي؛ خو د ده په کیسو کې د خوږو تشبیهاتو، استعارو، ښکلو کلمو، ترکیبونو او جملو کارول هغه څه دي، چې د یوه ښه پیغام ترڅنګ د ادبي ذوق خاوندانو تنده هم خړوبوي.
د پسرلي صیب زیاتره کیسې سېمبولیکې دي، سېمبول هغه پدیده، چې له ځانه پرته په یوه بله مانا دلالت وکړي او د ادبیاتو له لیده سېمبول هغه ویي دی، چې له اصلي مانا پرته بله مانا خپله کړي او سېمبول په خپله وړوکې غېږ کې ډېرې ماناوې له ځانه سره لېږدوي. لکه: لمر چې د ازادۍ، لعل د شونډو، بادام او نرګس د سترګو، دام د زلفو، کوتره د سولې، لیلا او مجنون د ریښتینې مینې، توره پټۍ د غم، سپین رنګ د مړي، سور د وژلو سېمبولونه دي.
د لپې په دوویشتمه پاڼه کې په کیسه کې سور رنګ په ښار کې موږ ته د تېر شوي وحشت انځور وړاندې کوي، چې د وینو یوځای کېدنه له اوبو سره ویالې ته سور رنګ ورکوي، په څلورشپېتمه پاڼه کې د کوپړۍ تر عنوان لاندې کیسې مازدیګر یا لمر لوېدنه له عمر سره. په کیسو کې ځینې وخت یو سېمبول د یوې صحنې لپاره راوړل شوی وي او ځینې وخت ټوله کیسه په یوه سېمبول راڅرخي، او سېمبولونه د لویو پېښو په نتیجه کې رامنځته کېږي چې سپړل یې اسانه کار نه دی.
د سېمبولیکو کیسو تر ټولو لویه ځانګړتیا داده چې هر لوستونکی یې له خپله لیده ارزوي، مانا دا چې زه یوه او ته بله مانا او اخذ ترې کوې او په دې سره یو داستان د ډېرو کسانو په اصلاح کې رول لوبولی شي. سېمبول خپله یو تصویر دی دا خو معلومه خبره ده چې تصویر موږ ته یو شی ښکاره کوي؛ مګر د هغې شي په اړه خبرې نه راته کوي، کوم څه ته چې کارول شوی وي د پسرلي صاحب کیسې له همدې ځانګړتیا برخمني دي.
دا چې مخکې مې یادونه وکړه چې په ځینو ځایونو کې د کیسو خوندورې تشبه راغلې وي لکه ژیړ ویښته د مدیترانې د غاړې له ونو سره، د وینې پوست د مخ له ګونځو سره او داسې نورې؛ نو همدغه تشبه هم په سېمبول اوړي. خو کله چې له تشبه څخه مشبه لرې او مشبهبه پاتې شي. په دې اړه استاد اسدالله غضنفر لیکي:” تشبه او استعاره هغه وخت په سېمبول اوړي چې له تشبه څخه یې مشه او له استعارې څخه یې مستعارله لرې او یوازې مشبه به او مستعارله منه پاتې شي.
استاد نجیب منلی د سېمبولیک اثر په اړه لیکي: "په ادبیاتو کې که څوک غواړي سېمبولیک اثر خلق کړي هغه باید واقعي جهان د نویو اشکالو او نویو مفاهیمو په اساس بېرته له سره جوړ کړي. دا بېرته له سره جوړول په زړو امکاناتو نه کېږي؛ که یو تصویر او یو خیال تکرار شي ادبي ارزښت له لاسه ورکوي ځکه چې لوستونکي ته عادي کېږي. کله چې یو شي لوستونکي ته عادي شول زموږ احساسات نشي را پارولی. د اجمل پسرلي ځینې کیسې چې موږ ته ګونګي ښکاري وجه یې دا ده چې کیسو ته یې نوی روح ورکړی؛ ځکه خو د ده په کیسو پوهېدنه د نویو لیکوالو لپاره لږ ستونزمنه ده."
سېمبول په خپله وړوکې لمن کې ډېر څه رنغاړي او په سېمبولیکو کیسو پوهېدل اسانه نه دي؛ سېمبولېستان په خوږه ژبه، د ښکلو کلمو، ترکیبونو او جملو په جامه کې د یوې مفکورې ماهیت څرګندوي، ځکه که لیکوال په کیسه کې ګونګ سېمبولونه راوړي وي، هغه کسان چې زیاته مطالعه کوي یا یې د یوه لیکوال اثار ډېر لوستي وي شاید د ځینو سېمبولونو سره یې اشنا وي؛ خو ځینې داسې هم شوي، چې لیکوال نوي سېمبولونه کارولي وي او لوستونکی ورباندې پوه نشي، زه هم په لپه کې د ځینو کیسو په پیغام پوه نشوم.