
د یوه هېواد لپاره استخبارات تر ډیرو فعالو ادارو یو مهم ارګان دی. استخبارات د نظام پایې ور محکم وي، نور حکومتونه په ویره کې اچوي او د ولسونو بیدارۍ لپاره کار کولی شي.
خو کوم استخبارات؟ هغه استخبارات چې ورځ تر بلې په کې نا دودې پېښې رامنتځته کېږي او یا که هغه استخبارات چې خپل مهم قومندان او مسوولین په نښه کوي!؟
دا څرګنده ده، چې د اصولو له مخې استخبارات باید د سیمې پایښت لپاره خپلې هلې ځلې وکړي. داسې یوه شبکه باید رامنځته شي چې پېښې لا څه، د پېښو رېښې باید له وړاندې په باندینو سیمو کې پرې شي او حکومت ته بیا د خپلو کارکړنو راپور مثبت او دقیق ورکړل شي.
مګر دلته بیا هر څه بدل دي. استخبارات فعالیت نه لري، که لري یې هم نو په دومره انداره نه دي، چې استخباراتي پېښې دفعه کړي. بیلګې یې موږ او تاسې ته ډيرې زیاتې معلومې دي.
تاسې پوهیږی، چې زموږ استخبارات له پېښو وروسته یوازې د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندلو لپاره وضاحت ورکوي، چې د رامنځته شویو پېښو پلان له پولې اخوا غاړې ته ترتیب شوی و او بس. یعنې ټول پړه نور استخبارات دي، چې ولې زموږ سیمې لپاره دغسې استخباراتي کېسې جوړوي!
سړی باید افسوس وکړي. په اوس وخت کې سره له دومره استخباراتي امکاناتو بیا هم نه توانیږو، چې حتی ډيرې معمولي پېښې هم دفعه کړو. دا زموږ په استخباراتي کمزورتیا دلالت کوي او دې موقع نورو استخباراتو ته لا لاره اواره کړې، چې زموږ په سیمه کې زموږ او نور استخبارات لا پسې کمزوري او یا خپلې ګټې ترلاسه کړي.
موږ دا نه غواړو، چې زموږ استخباراتي کړۍ دې په نورو هېوادونو او سیمو کې استخباراتي جګړه پیل او یا دې ځينې پيښې پلان کړي.
موږ وایو، چې حد اقل دومره خو باید وکړای شي، چې د پېښو سرچینې خو باید پیدا او د بیا ځلې پېښو له ترسره کېدو دې موږ وژغورول شو. متاسفانه کلونه – کلونه وشول؛ په ورته ډول څو – څو پېښې مو ولیدې چې ډول او عینیت یې یو شان دی.
دغه حالت د ډيرې خواشینۍ دی، چې له یوې او بلې پېښې یې نه زده کوو. یوازې د هېواد تکړه مشران او مهم شخصیتونه له لاسه ورکوو او بس. که دا حالت هم داسې دوام کړي، نو لرې نه ده، چې ولسونه به لاپسې ووژل شي او روانه جګړه به لا زور واخلي.
فکر کوم، چې زموږ د استخباراتي کمزوریو ټول لاملونه هم څرګند دي، خو ولې په نړۍواله توګه دغه بحثونه نه رامنځته کېږي. دا خبره هېوادوالو ته نور فکرونه ورکوي او پر حکومت لاپسې بې باوره کېدلی شي.