غزل

 
نه يـــــــې بدل شـــــــولــو دتلـــــــو نه د راتلــــو روايت
اوس هـم هغــــــسې دى اشنا د ورځو شــــــپو روايت
د تـــــندې ذوق مــــې ســـــرابـــونو باندې مۀ ماتـــــوه
ماته معلــــوم دى بــــــــې وفا ســـتا دوعــــدو روايت
زۀ لکه مات ټوټې ټوټې له غېـــــږ پرېوتى منګــــــى
زۀ ټــــــول ســـالــــــم لکـــه ژوندى د پښــــتنو روايت
څوک چــې پالنــــه کــړي دنورو تهــــــذيبــونو مدام
يــو وخت به خامــــخا ورکيــــــــږي د هغــــو روايــت
چې لاس دې راکړو اوس په نيمه لار تنها مې پريږدي
داخـــــونه ميــــنه شــــــوه اشــــــنا نه د پښـــــتو روايت
په هــــــــر نظر د حـــسرتو مـــــړاوې غوټـــــۍ کړه تازه
ژوندى ستــــاته ښکلـــــيه هٰغــــــه دسپــــرلــــو روايت

\"\"