هم تنهايې ده او هـــــم يم په اضطراب کې راګير
وخته ! زۀ کړمه دې لا دا په کوم عذاب کې راګير
څــــــــو به مړ کېږم ژوندى کيږم د وفــــــــــا په لارو
څو به د ژوند دشته کې يمه په سراب کې راګير
نه څوک ازغي ويني . او نه څوک د خزان فکر کړي
بس هر سړى دى دلته ِسحر د ګلاب کـــــــــې راګير
ستا د ښائست په ورشوګانو کې مې خيال داسې دى
لکه چــــــې ساز وي په تارونـــــو درباب کــــــې راګـــير
خلق شمکــــــوره شو چې نه ويني حالت زمونــــږه ؟
که نه . زخمونه د وجود مو دي حجاب کې راګير
څو ورځې بند بــــــه کړو طايره دا کتاب د الفت
شو د حالاتـــــو د ګردش نوي ګرداب کې راګير
طاير ځلاند
وروستي