غزل

ښه پوهیږمه چې ځان به تماشه کړم که دنیا ته تنهايي خپله ښکاره کړم لږ راوګوره! چې نوې تجربه کړ م ... خاموشي که څه شېبه، زړه کې ویده کړم زه هینداره، خو په شا يې ستا تصویر دی زه نظر وم، خو تا خپله آيېنه کړ م په ماښام کې چې لمرونه چرته لويږي ټوله شپه به زه هم هغه لور قبله کړم بیا طایره ! انتظار دی راپه غاړه وربه پورې کړم، روښانه به ډيوه کړم 2012ـ4ـ21