
په دې وروستیو کې چې د خلیل زاد په مشرۍ د سولې خبرې پیل سوې دي، ځینې چارواکي په لوی لاس د سولې خبرې ثبوتاژ کول غواړي.
سوله د ټولو افغانانو هیله ده، بغیر د سولې مونږ نه د ښه حکومت خاوندان کیدالای سو او نه ښه ورځ لیدلی سو.
یو شمېر کسان چې په جګړه کې یې ګټې دي، هغوی کله هم د سولې سره موافق ندي. دا هغه کسان دي چې د جګړې او ټوپک په موجودیت کې خپلې ګټې ویني. په دې وروستیو کې ځينې سیاسیونو داسې څرګندونې وکړې چې خلیل زاد دا حق نلري چې د افغانستان د سولې لپاره هڅې وکړي، خو دا نظر د ټولو افغانانو نه دی.
د افغانستان ځورېدلی ملت سولې ته سخت تږی دی. که د افغانستان د سولې لپاره نور هېوادونه او اشخاص هڅه کوي، موږ باید هغوی ته ښه راغلاست ووایو، ځکه چې موږ سولې ته ضرورت لرو.
اوس د دې وخت رارسیدلای دی چې مونږ باید د دوامداره سولې لپاره هر ډول هڅې وکړو او هغه کسان چې د سولې سره مخالفت کوي، د هغوی اولادونه په جګړه کې نه وژل کیږي، ځکه چې هغوی ډېر ارام ژوند لري.
د جګړې په نتیجه کې مظلوم ملت قرباني کيږي. اوس د ملت مسوولیت دی چې په دې اساسو شېبو کې د سولې ټینګ ملاتړ وکړي او هر هغه څوک چې د سولې خبرو سره مخالفت کوي، د هغوی په وړاندې ودریږي.
سوله هیڅ قیمت نلري. جګړه مو ولیده، په جګړه کې مو څه په لاس را نه غلل او زمونږ هدف همدا دی چې یواځې د افغانانو سره سوله وشي. د پردیو تروریستي ډلو په وړاندې باید قاطع دریځ ولرو، هغه باید د جګړې په زور نابود کړو.
په پای کې بیا هم پر سولې ټنګار کوم او په ولسمشر محمد اشرف غني باندې هم غږ کوم چې سولې ته باید تر ټولو لومړیتوب ورکړي.