جنرال عبدالرازق وپېژنئ

جنرال عبدالرازق وپېژنئ
ډاکټر نيک محمد ويال 

زوکړه:
لوی پاسوال عبدالرازق عتيق زی، په خټه پښتون او د اڅکزيو قوم څخه دی، چې د عامو خلکو ترمنځ تر ډېره په جنرال رازق ښه پېژندل کيږي. په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې زږېدلی دی. د جنرال رازق په اړه ويل کيږي، کله چې طالبان په هېواد مسلط شول، نو د خپل حاکميت په لومړيو وختونو کې يې، د نوموړي پلار او تره ووژل.

جنرال عبدالرازق په ۲۰۰۱ زېږديز کال د اڅکزيو د قوم له هغې ډلې سره يوځای شو، چې د طالبانو پر وړاندې يې جګړه او مقاومت کولو، د يادې ډلې مشري ګل اغا شيرزي او فدا محمد په نوم قومندانانو پر غاړه درلوده.

او بيا چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له منځه لاړل او پرځای يې د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهاله اداره منځ ته راغله، نو ښاغلی رازق هم سياسي او پوځي ډګر ته راغلو، په ځانګړې ډول جنرال رازق له ۲۰۰۲ زېږدي کال څخه بيا تر پرون پورې د پوليسو په امنيتې ارګانونو کې دنده پرمخ وړي.

لوی پاسوال عبدالرازق په لومړيو کې د کندهار ولايت د سرحدي پوليسو د قومندان په توګه دنده درلوده، چې د پاکستان سره پر پوله ځای پر ځای وو.

په تېر کې؛ د هېواد په سويل او په ځانګړې ډول په کندهار ولايت کې طالبان ترټولو ډېره هڅه په پدې کوله جنرال رازق له منځه يوسي، که څه هم طالبانو په څو بريدونو کې جنرال رازق په نښه هم کړ، خو نوموړی ترې روغ ووتی وو.

په کندهار ولايت کې د نېږدې نورو پرتو ولايتونو په پرتله امنيتي وضعيت څو برابره ښه دی، د کندهاريانو په وينا په داسې حال کې چې د طالبانو په واکمنۍ کې کندهار د طالبانو مرکز وو، خو بيا هم په ياد ولايت کې د ښه امنيتي وضعيت شتون د جنرال عبدالرازق د هڅو پايله ده.

له بلې خوا، په افغاستان کې د بشر حقوقو يو شمېر فعالان او مدافعين ادعا کوي، چې ښاغلی رازق په کندهار ولايت کې بشري حقوق تر پښو لاندې کوي، د ادعاوو پر بنسټ، جنرال رازق په کندهار کې شخصي زندان او ملېشه ځواکونه لري، چې د طالبانو او خپلو مخالفينو د ځپلو په موخه يې کاروي.

د طالبانو پر وړاندې د جنرال رازق سخت درېځ د زيات شمېر هېوادوالو په زړونو کې نوموړي ته مينه پيدا کړي او ښاغلی رازق يې تر ډېر شهرته ته رسولی دی. د ياد درېځ پر اساس جنرال رازق پرته له پښتونو د نورو قومونو د خلکو په زړونو کې هم ځای لري او همدارنګه د نورو سياسي او پوځي لوړپوړو پښتنو چارواکو په پرتله د پخوانۍ شمالي ټلوالې له مشرانو سره هم ښې اړيکې لري.

د جنرال رازق په اړه ويل کيږي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته له نېږدې او باور لرونکو کسانو له ډلې څخه دی.

جنرال عبدالرازق عتيق زی تېره ورځ، د کندهار په ولايت مقام کې د يوې امنيتي ناستې وروسته د کندهار د والي د يو ساتونکي له خوا په ډزو ووژل شو. په ياده ناسته کې په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم شتون درلود، چې نوموړی ژوندی وتلی او د رازق په شمول د کندهار د ملي امنيت رئيس هم وژل شوی او کندهار والي، ويسا ټپي دی.

د جنرال رازق د وژنې مسووليت طالبانو په غاړه اخېستې دی او رسنيو ته يې ويلي دي، چې ياد کار د دوی يو کس کړی دی.

د جنرال رازق د مرګ په اړه غبرګونونه:
په ټولنيزو رسنيو کې د جنرال رازق د مرګ په اړه ډيری کسانو ژور خپګان ښوودلی، جنرال رازق يې نه تکراري کس بللی، د نوموړي د وژنې تر شا يې د ګاونډي پاکستان لاس ياد کړی او ياد بريد يې غندلی دی. جنرال رازق د افغانستان د ټولو قومونو ترمنځ ځانګړی ځای درلود او مرګ يې خلک دردولي دي.

افغان سياسي مشرانو د جنرال رازق د مړينې په اړه ويلي:
د ولسمشر محمد اشرف غني په شمول د اوسني او پخواني حکومت چارواکو او سياسيونو د جنرال پر رازق مړينه سختې خواشيینۍ ښوودلې دي.

ولسمشر غني ويلي، نوموړی د هېواد يو قهرمان جنرال وو، چې نن ورځ د هېواد څخه د دفاع په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړه.

اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي، جنرال رازق د هېواد یو غښتلی، پیاوړی جنرال او مجاهد و چې کلونه کلونه په مېړانه د افغانستان د دښمنانو خلاف مبارزه وکړه او د افغانانو په زړونو کې یې ځانته ځای پيدا کړی وو.

امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي، چې جنرال رازق زمونږ د سنګر ملګری وو او د هېواد دفاع ته لکه ستن کلک ولاړ وو.