
(روهي ـ ۱۳۹۷ل، تلې۲۵مه) ولسي جرګې ته نوماند جبارقهرمان د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
ځايي پولیسو ویلي، چې ښاغلي قهرمان ته د ده په څوکۍ کې چاودېدونکې توکي ځای پر ځای شوې وو، چې له امله یې ۸ نور هم ټپیان شوي دي.
تر اوسه د پېښې پړه چا نه ده منلې.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ۱۳۹۷ل ټاکنو لپاره یو بل نوماند صالح محمد هم په یوه ځانمرګی برید کې وژل شوی دی.
پخواني معلومات:
سرچینې وايي، چې نن سهار ولسي جرګې ته له هلمند څخه نوماند جبار قهرمان پر ټاکنیر دفتر برید شوی، چې تلفات هم لري.
ځايي خبریالانو او رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه پېښه کې جبار قهرمان هم وژل شوی دی.
د هلمند ولایت والي ویاند عمر ځواک رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په چاودنه کې د ښاغلي قهرمان په ګډون اته تنه ټپیان شوي دي.
پخواني معلومات:
په هلمند ولایت کې د جبار قهرمان پر ټاکنیز دفتر چاودنه شوې ده.
سیمه ییز خبریالانو لیکلي، چې ځانمرګي بریدګر په خپل ځان پورې چاودېدونکو توکي ته چاودنه ورکړې ده.
په یاده پېښه کې مرګ ژوبله هم را منځته شوې، خو شمېره یې تر اوسه نه ده معلومه .
تر اوسه په دې اړه د هلمند ولایت امنیتي چارواکو هم څه نه دي ویلي