خلیلزاد باید د بن تېروتنې تکرار نه کړي

خلیلزاد چې یو پیاوړی ډېپلومات دی، د افغانستان په سیاست کې ډیر مهم او اساسي رول لري. د طالبانو د حکومت له ړنګیدو څخه وروسته کله چې په بن کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه سوه، د نړۍ والې ټولنې په مرسته او همکارۍ د حامد کرزي په مشرۍ نوی حکومت جوړ سو. په دې ترکیب کې پخواني مجاهدین او د هېواد نور سیاسیون هم وو چې په دې جوړښت کې د خلیلزاد رول مهم او اساسي وو.

د بن کنفرانس پر پرېکړو باندې ډیری سیاسیون انتقاد لري. تر ټولو لوی انتقاد د طالبانو او حزب اسلامي و او بله خبره دا وه چې واک یې اکثره نظامي او جنګي قومندانو ته ورکړو. یعني په افغانستان کې ډیری سیاسي واک د هغه چا سره و چې هغوی په ټوپک او زور باور درلود. ډیری طالبان چې پر کورونو ناست وو، همدغه زور واکانو د ظلم او زور له امله بېرته جنګ ته مجبور سول.

خبره مې د تېرو تېروتنو کوله چې په بن کې د حکومت د بنسټ ډبره ډېره غلطه کېښودل سوه. همدا تېروتني تر اوسه موږ نه سو جبران کولای. موږ یو ملي او د فساد څخه پاک حکومت جوړ نه کړ. د دې پر ځای چې ورځ تر بلې قوي سوي وئ، په امنیتي او اقتصادي برخه کې مو پرمختګونه کړي وئ، دا کار ونه سو. ورځ تر بلې ورځې وسلوالې ډلې قوي کیږي. بي کاري اوج ته ورسیده او اداري فساد په هماغه ډول راون دی. په هېواد کې ۲۳ ترورېستي ډلې د داعش په شمول وزیږیدلې. د کوکنارو کښت د طالبانو په وخت کې چې صفر سوی و، اوس د یو فصل پر ځای درې فصله کرل کیږي. یعني په ډیرو برخو کې چې باید کار سوی وئ، ونه سو. داسې نه ده چې کار نه دی سوی. څه ناڅه کار هم وسو، خو په هغه تناسب چې څومره نړيوالې ټولنې د هېواد سره مالي کومکونه وکړل، بیا نو دا هرڅه په نشت شمار دي.

خلیزاد چې د دې حکومت په جوړښت کې مهم رول درلود، اوس یو ځل بیا غواړي چې دا شلېدلي سیستم ته پينې ورکړي. زما ورته مشوره دا ده چې دا سیستم دومره وران سوي دی چې په پینو نه جوړیږي. په دې هېواد کې یو هر اړخیز مثبت بدلون ته اړتیا سته.