ستر خلک

ستر خلک نه هېرېدونکي څېرې لري او نه هېرېدونکي نومونه يې وي ، که په صورت يې هر څومره خاورې واړوې او که په لحد پسې يې هر څومره غټې تيږې کېږدې ، خو د سيرت مخه يې هېڅ ځواک نه شي نېولى ، نوم يې هېڅوک نه شي تر خاورو لاندې کولى ، ستر خلک يوازې په ژوندون زموږ رهنما او لارښوونکي نه دي ، بلکې له مرګ وروسته هم زموږ د هرې تيارې او ګمراهى لپاره مشالونه دي او هر تياره کونج راته رڼا کوي او هرې ګمراهى ته راته رهنما دي .
 
افغانستان په خپل تېر کې ستر خلک په هره برخه کې لرلي دي ، که هغه د تورې ده که د قلم ، هو ! داسې سټې يې هم روزلي چې هغه په دواړو کې ابدي اتلان پاتې شوي ، چې احمدشاه بابا او خوشال بابا يې سرلاري ياديږي ، خو بيا داسې خلک او شخصيتونه هم خداى پر موږ پېرزو کړي چې يوازې قلم يې د جابرو لښکرو مخه نېولي او په خپل وخت کې يې د هر تاړاکګر پر وړاندې په نره کارولي او هغه کار چې د سلو تورو له وسه به نه وه پوره ده په خپل قلم سره کړى دى او له همدغه لارې يې خپل ملت او وطن ته نه هېرېدونکي خدمتونه ترسره کړي دي چې بالاخره يې دغه قلم يو ابدي مشال ګرځولى او نسلونه ، نسلونه يې له رڼا ګټه اخلي .
 
هوکې ! دداسې قلم له خاوندانو څخه يو هم ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي ؤ ، چې په خپل پېر کې د وخت شاهي نظام په مقابل کې د وږي او لغړ ولس د ارمانونو د پوره کېدو په موخه د سپر غوندې ودرېد او خپل قلم يې د پولادي تورې په څېر وکارولو او په لومړي ځل يې د جمهوريت غوښتنې ناره پورته کړه .
علامه حبيبي د هېواد په بېلابېلو خپرونو کې مقالې خپرې کړې او خوځښت يې ورځ تر بلې ګړندۍ کړ ، چې په پاى کې د وخت واکمنو پسې راواخېسته او تر هغې يې وربړاوه چې جلا وطنى ته اړ شو او پېښور کې يې د پردېسى او مهاجرت ژوند ته زړه ښه کړ ، د پاکستان حکومت دده ډېر درون استقبال وکړ او په دې هيله چې ګوندې دى افغانان د خپل حکومت پرضد راوپاروي ، خو دده له قلم څخه تر اخره داسې کلمه راونه وتله او داسې عمل يې تر سره نه کړ چې افغانان دې جنګ او شورش ته راوبولي ، په دې اړه د لرې پښتونخوا مبارز شاعر او لېکوال ارواښاد اجمل خټک وايي (( د افغانستان له حکمرانانو نه خپه راغلى ؤ ، د پاکستان حکمرانانو د سرو او سپينو فرشونه ورته جوړول ، دده په وياړ يې جشن جوړ کړ ليکن تاريخ ګواه دى ، د پېښور مدد خان جومات ګواه دى او د پېښور محب وطن ولسونه ګواه دي چې حکومت زور وکړ چې دده په خوله يو لفظ د افغانستان خلاف وباسي ، خو ده د افغانستان پر ضد يو لفظ هم د خولې نه ونه ويست ، زه يې ګواه يم ، زه ورسره سکرتر وم د حکومت له خوا ورسره وم ، د هغه حکومت له خوا ورسره زه موظف وم ، ده ويلي ؤ چې ما سره دى وليږى ، نو هم هلته يې ده ته هرڅه ورکول خو ده د خپلې خاورې او خپل قوم او ملت خلاف يوه خبره ونکړه ))
 
د پاکستان حکومت په هغه وخت کې له افغان حکومت سره د پښتونستان مسالې پر سر اړېکې کړکيچنې وې ، نو د همدې لپاره يې دى حمايه کولو او نازولو يې ، د پاکستان حکومت په دې هيله ؤ چې يوه ورځ به ددوى په ګټه تمام شي ، خو کله چې پوى شول چې علامه حبيبي د پاکستان د ملي ګټو لپاره کوم حرکت ونکړ او همدارنګه يې د ازاد افغانستان په دويمه ګڼه کې د تابعيت افغاني تر سرليک لاندې مقاله خپره کړه او يوازې د افغان حکومت په داخلي سياست باندې يې نېوکې کړې وې ، نه په بهرني او نړېوال سياست باندې ، نو دده له حمايې يې لاس واخېست او کړۍ يې پرې راتنګه کړه او د مراقبت لاندې يې ونيو ، چې په
همدې شپو او ورځو کې د پاکستان او افغانستان اړيکې لا خرابې شوې او علامه حبيبي په کراچۍ کې د افغانستان سفارت ته پناه يووړه او افغان حکومت دى همالته په سفارت کې د آتشه په حيث مقرر کړ، د حالاتو د خرابيدو په صورت کې د پاکستان حکومت ، افغان سفارت محاصره کړ او حبيبي ته يې افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکوله ، په دې وخت کې د سردار محمد داود خان په امر په کابل کې د پاکستان سفارت محاصره شو ، نور ډېپلوماتان يې وشړل او د پاکستان سفارت دويم سکرتر محمد اقبال خان ، چې د پاکستان ولسمشر مارشال محمدايوب خان ورور ؤ ، راتم کړ .
 
د پاکستان حکومت چې د داود خان دغه غبرګون وليد نو علامه حبيبي يې له کراچۍ څخه کابل ته په الوتکه کې راولېږلو .
 
علامه حبيبي يو ځل بيا خپل قدمونه په خپله پاکه خاوره کې له يوولس کلنې جلاوطنى وروسته په کال ١٣٤١ ل ل کې کېښودل ، د علامه حبيبي بېرته راتګ دده په ژوند کې يو ځانګړى عصر ګڼل شوى ، ځکه چې په دغه وخت کې ده خپل فعاليتونه په پرله پسې او سيستماتيکه توګه پر مخ يووړل ، له دغه وخت نه وروسته علامه حبيبي د تاريخ ، ادب ، فلسفې او نورو برخو ١٣٢ اثاره وليکل او وژباړل او شاوخوا زر مقالې يې هم ليکلي دي چې هره يوه يې له يو علمي کتاب سره مټ وړي .
 
حبيبي صېب لکه څرنګه چې يو اکتيف سياستمدار ؤ ، همدارنګه يو فعال لېکوال ، مؤرخ ، اديب او محقق ؤ .
 
ده چې د تاريخ لېکنې سره ځانګړي مينه درلوده ، نو له همدې امله يې تاريخ لېکنه له پخوا نه پيل کړي وه او موږته يې په دې برخه کې ګټور اثار په ميراث پريښي دي او هر څوک چې د تاريخ په اړه څه ليکي ، نو ناممکنه ده چې دده اثارو ته دې محتاج نه شي .
 
د علامه حبيبي له اثارو نه يوازې په افغانستان او سيمه کې ګټه اخيستل کيږي ، بلکې د نړۍ په هر ګوټ کې علمي ټولنې او پوهان دده اثار د ماخذونو په توګه کاروي .
 
ده د تاريخ ، ادب ، فلسفې ، ګرامر او نورو علمي څېړنو تر څنګ کله کله شعر هم ليکلو ، د بيهقي په قول (( د استاد حبيبي تر ټولو کم هنر شعر دى ))
حبيبي صېب که شعرونه لږ ليکلي دي ، خو پاخه يې ليکلي دي ، دده هر شعر ځانته دنيا ده او له هر بيت يې سړى خوند اخلي .
 
د علامه حبيبي په اړه لېکنه زما غوندې د وړو خلکو د وس خبره نه ده ، خو د يو يادون په شکل مې د ارواښاد حبيبي د شخصيت او اثارو سره د بې کچې مينې له کبله دا يو څه وليکل ، که کومه تېروتنه مو پکې ترسترګو شوه هيله ده چې په خپله مشرى به مې وبښئ .
خپلې خبرې د ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد په دغه بيت پاى ته رسوم .
درېغه نن د شلم قرن بيروني ولاړ
د پښتون ولس له ټوله حبيبي ولاړ