‎دیموکراسي داسې وي؟

‎کله چې بحث د دیموکراسې او یا ولسواکې ټولنې څخه کېږي نو د هر انسان ذهن ته دا خبره یادېږي چې ولس په ټولنه کې څومره لوی ارزښت لري ځکه چې په ولسواکه ټولنه کې هره ټاکنه د ولس په لاسونو او حکومتونه د ولس په ارادو جوړېږي، کله چې حکومتونه د ولس په ارادو جوړېږي نو حکومتونه هم اړ دي چې د ولس د افکارو ځواب ویوونکي واوسي.

‎متاسفانه په افغانستان کې حکومتونه د ولس په رایو منځته راځي خو د ولس په وړاندې نه یواځې دا چې ځواب ویوونکي ندي بلکې د ولسونو ارادو او افکارو ته اهمیت نه ورکول کېږي.‎ چې دا چاره ولس ناهیلې کوي او په دیموکراسي یې بې باوره کوي. ‎د نویو ریپوټونو له مخې وس نوې د دیموکراسي د افغانستان د پاره په نوم یوه نوي سازمان فعالیت پيل کړی، دا سازمان چې څنګه یې له نوم څخه څرګندېږي هغسې فعالیت نه لري، په دې دلیل چې دا سازمان د ولسمشر غني نېږدې کسان رهبري کوي او د فعالیت عمومي برخه یې دا ده چې د ولسي جرګې نویو نوماندانو ته پيسې ورکوي او لاسلیکونه د یادو نوماندانو اخلي که چېرې یې ولسي جرګې ته بریالي شي نو د حکومت له کړنو به په هره برخه کې دفاع کوي.

‎که چېرې داسې وي نو دیموکراسي په څه معنی؟
‎ولسواکي په څه معنی، یعنې ولس په روانو ټولټاکنو کې هېڅ راز رول نه لري؟
‎بیا نو د ولس دومره زحمتونو او کړاونو ته څه اړتیا ده؟
‎بیا نو دومره لویو مصارفو ته څه اړتیا ده ؟
‎دا کړنه د افغانستان ولسواکي تر سوال لاندې راولي، ځکه چې ‎هر څوک حق لري چې د افغانستان د اساسي قانون مطابق ځانونه نوماندان کړي او د ولس په رایې ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو، ولایتي شورا او ولسمشریو ټاکنو ته نوماند شي .‎او د ولس په مستقیمه لاره د بریا لار وموندي. ‎دوهمه دا چې دا کړنه د ولس د حق غوښتنې په ستوني پښې کېښودل دي ، او دې کار سره دولت د هېواد په کچه خپل مینوال له لاسه ورکوي.

‎که چېرې د ولسي جرګې راتلونکي استازي د ولس د رایو پر ځای د دولت او یا هم سیاسي احزابو په فرمایشونو بریالي شي نو باور لرمه چې دولت خپل باور د لاسه ورکوي او په افغانستان کې موجوده قانون به هره ورځ ماتېږي کله چې قانون مات شي نو د ملت هیلې ورسره له منځه ځي.

‎موږ له ولسمشر غني څخه غوښتنه کوو چې دداسې کړنو مخه ونیسي او اجازه د ولس ته ورکړي چې د خپلو قانوني واکونو له مخې په ټاکنو کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړي ترڅو مو په ټولنه کې دیموکراسي په سمه توګه پلي شي. ‎او ولس د خپلو قانوني واکونو ته پرېښودل شي.

‎تر څو موجوده ستونزې او بې انصافیانې نوره پایته ورسېږي او د یوه ښه راتلونکي د پاره سمه لاره هواره شي .‎موږ د افغانستان خلک یو لوی آزمون مخېته لارو پارلماني ټاکنې او ورپسې ولسمشریزې ټاکنې اړتیا ده چې ولس ته او د ولس رایو ته خن‌‌‌‌‌‌ډونه جوړ نشي او پرې دېښودل شي څو ولس مو د خپلو راتلونکو نسلونو د پاره یو ښه راتلونکی تضمین کړي.