پنجابي تر ټولو دروېزګر ګور ته ورشه دوه میلیونه پاکستانۍ کلدارې وروړه او ورته ووایه چې د لاهور د لرې پرتې سیمې د وړې لارې یو وړوکی پلچک والوځوه، سم د لاسه به درته ووايي ته مسلمان نه یې، یهود یې څنګه د خپل هېواد پلچک والوځومه ؟
راشه زما ځینو خلکو ته، پنځه زره افغانۍ ورکړه، چې هغه جومات کافر شوی دی، په ممبر کې یې بم کېږده او وایې لوځوه، سم د لاسه دا کار کوي، او دا ممبر د دوزخ په اور لاهو کوي. دا مو اسلام دی، او دا مو انسانیت دی. که داسې نه وای څنګه به مو دا څلوېښت کاله خپل هېواد ورانه وو؟
څنګه به مو اردو ړنګوله؟
څنګه به مو ملي بنسټونه له منځه وړل، څنګه به مو خپل ښوونځي سوځولی، او څنګه به مو قران شریفونو ته اور ورته کولو!
څلوېښت کاله مو دا کار وکړ، په لږو پيسو خرڅ شوو، یو او بل مو سره ووژل، یو او بل مو سره ورټل، وطن مو د پنجابي، او مشهدي له سیالۍ څخه ویوست. یو او بل مو محتاج کړ، د کونډو رنډو ، او یتیمانو فابریکې مو وزېږولې. اخېر هم ویلی شو چې ډېر ټيټ خرڅېږو، هغه هم د خپل وطن د ورانولو او د خپل ولس د وژلو په غرض، یوه انګلیسي جنرال چې پخوا د استعمار په وخت کې د پيښور والي وه، ویلي دي افغانان طلا خوره خنځیران دي، خان عبدالغفار خان چې ژوند یې د پښتنو د آزادۍ لپاره په زندانونو کې تېر کړ وايي: ټول پښتنو پسې وګرېدم، ما پښتون پيدانکړ، او پښتون په پيسو پسې وګرځېد، خو پښتون پيسې پيدا نکړې.
لوی خوشحال بابا وايي:
پښتانه لکه مګس ورباندې ګرځي.
ورته ایښی د مغل د حلوا تال دی.
بل ځای همدا بابا وايي:
که هر څو یې سمومه نه سمېږي
پښتانه دي دکږو کاڼو دېوال
لنډه دا چې موږ د هېواد د آبادۍ د پاره، څه کړې ندي، بلکې په پاکستانۍ کلدارو مو یو او بل وژلي، هېواد مو ړنګ کړی، او په مور خاوره مو د لاهوري سره په کلدارو معامله کړې. دا مو لنډ تاریخ دی
وروستي