دا یوه مهمه اړتیا ده چې د هر هېواد د ټولو اداراتو په رآس کې فعال، بادرکه، پوهه، او د ملي فکر لرونکي مشران د ادارو د پرمختګ سبب کېږي.
موږ ویاړ لرو چې د کلونو کلونو راهیسي د محمد معصوم ستانکزي صیب په څېر یو بادرکه، با ایمانه، پوهه او ملي شخص د مختلفو اداراتو په رآس کې لرلی دی ، موږ ولیده چې ستانکزي صیب په خپل ورکړل شوي مسوولیت کې له هېڅ راز هڅو او صداقت څخه ډډه نده کړې.
ستانکزی صیب هغه وخت لا پیاوړی مدیر ثابت شو چې کله د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د رئيس په توګه یې دنده پيل کړله. موږ په ملي امنیت ریاست کې کې د ستانکزي صیب ښه مدیریت ولید.
لومړی- د ستانکزي صیب په ریاست کې د ملي امنیت ریاست په رښتیني ډول ملي شو یعنې په دې اداره کې د هر قوم څخه ځوانان د مساوي امکاناتو او امتیازاتو په لرلو سره کار کوي.
دويم- د ستانکزي صیب تر مدیریت لاندې د افغانستان د ملي امنیت اداره یوه خوندي او په ټولنه کې د باور وړ ګرځېدلې.
درېیم- ستانکزی صیب ډېرې خبرې نه کوي، ډېرې اعلامیې نه ورکوي، قومي او ژبني مسایلو ته لمن نه وهي بلکې د افغانستان د خوندیتوب د پاره عملي کار کوي.
څلورم- ستانکزي صیب د ملي امنیت د ادارې د سرتیرو روحیې دومره پياوړې کړي چې هره ورځ په افغانستان کې د لسګونه ترهګریزو پېښو مخه نیسي، موږ وینو چې هره ورځ د جاسوسانو ککرۍ له خاورو سره یو کوي.
ښاغلی معصوم ستانکزی د سیمې په کچه یو پياوړی مدیر دی.
هغوی چې د بریدونو مسوولیت د ستانکزي پر غاړه اچوي یو وار د په دې هم فکر وکړي چې د ښاغلي ستانکزي د پياوړي مدیریت له کبله هره ورځ په افغانستان کې د دښمن لسګونه پيښې او شوم اهداف شنډېږي.
همدا د ستانکزي پياوړی مدیریت دی چې هره ورځ زموږ د ملي امنیت سرتیري په یوه اتفاق سره د دښمن په وړاندې جګړه کوي.
وروستي