د هندوستان د خپلواکۍ پلار وپېژنئ

د هندوستان د خپلواکۍ پلار وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوکړه او کورنی ژوند:
مهانداس کارامچاند ګاندي چې د عامو خلکو ترمنځ په ګاندي نامتو دی دی، په ۱۸۶۹ز کال د اکټوبر مياشتې په دويمه نېټه د هندوستان په ګجرات ايالت کې په يوه هندو کورنۍ کې زېږدلی وو. نوموړی د (کارامچاند ګاندي) او (مولتېيا ګاندي) زوی وو. د ګاندي پلار څلور ځلې وداه کړی وو. لومړی ميرمن د زېږون پر مهال مړه شوه. ورپسې يې دويم وداه وکړ هغه هم مړه شوه، نوموړي درېيم واده وکړ چې هېڅ اولاد يې پيدا نه شو او د څلورم ځل لپاره يې له (مولتېيا ګاندي) سره واده وکړ او د درو نورو اولادونو پلار شو، چې ګاندي يې وروستی زوی وو. ګاندي پخپله په ۱۸۸۳ز کال کې له (کاستربيا ګاندي) سره واده وکړ، چې څلور ماشومان يې راوړل.

زده کړې:
مهانداس کارامچاند ګاندي خپلې لومړنۍ زده کړې په نهه کلنۍ کې پيل کړې او د ښوونځۍ دورې زده کړې يې د خپل کور سره نېږدې په ګجرات کې بشپړې کړې. د ښوونځي د هغه وخت په نصاب کې ګاندي ګجراتي ژبه، جغرافيه او يو شمېر ديني مضامين زده کړل. د ښوونځي په دوره کې نوموړی يو منځنی زده کوونکی وو. ځينې جايزې يې هم ګټلې وې او د خپلو ملګرو په منځ کې شرمناک او کمې خبرې کوونکی کس وو.

که څه هم ګاندي په يوه غريبه کورنۍ کې زېږدلی وو، خو په ۱۸۸۸ز کال د حقوقو په برخه کې د لوړو زده کړو لپاره انګلستان ته لاړ.

دندې:
په لندن کې له زده کړو وروسته نوموړی په ۱۸۹۳ز کال کې چې عمر يې ۲۳ کاله وو، سويلي افريقا ته لاړ او هلته يې د مدافع د وکيل په توګه ۲۱ کالونه تېر کړل. په سويلي افريقا کې د خپلې دندې په موده کې نوموړی له ډول - ډول څېزونو سره مخ شو او ويې کولی شول، چې په مدني او سياسي ډګرونو کې ځان ورسوي.

په ۱۹۱۵ز کال کې چې د لومړۍ نړيوالې جګړې يوازې يو کال تېر شوی وو، مهانداس کارامچاند ګاندي په هندوستان کې د خپلواکۍ لپاره مبارزه پيل کړه او موخه يې دا وه، چې انګريزان بايد له سوله ييزو لارو دغه هېواد خوشی کړی.

نوموړي له ۱۹۱۵ کاله څخه بيا د هندوستان د خپلواکۍ تر کال ۱۹۴۷ز پوري د انګرېزانو پر وړاندې او دوی له هندوستان وتلو ته اړ کړل. د انګرېزانو پر وړاندې د مهانداس کارامچاند ګاندي مبارزه سوله ييزه وه او د عدم تشدد اصل په کې پلی شوی وو.

مهانداس کارامچاند ګاندي د انګرېزانو پر وړاندې خپل ولس راپورته کړ، او له دوی يې وغوښتل چې له داسې لارو کار واخلي ترڅو انګرېزان په خپله او پرته له جګړې له دغه هېواد ووځي.
- مدني بغوت؛
- لاريونونه؛
- اعتصاب؛
- له انګرېزانو سره د اړيکو پرېکول؛
- له دوی سره د وظيفې نه تر سره کول؛
- د انګرېزي محصلاتو له رانېولو څخه ډډه؛
- د انګرېزانو د نفوذ له سيمو څخه کډه؛
- او ورته نورې هغه چارې وې، چې نوموړي پر انګرېزانو چاپيريال راتنګ کړ او دوی يې اړ کړل، چې په ۱۹۴۷ ز کال کې دغه هېواد د يو خپلواکه هېواد په توګه وپېژني.

مهانداس کارامچاند ګاندي په ۱۹۴۸ز کال د جنوري په ۳۰مه د ۷۸ کالونو په عمر په نوي ډيلي کې ترور شو.