قريشي:  د افغانستان په کمزوري حکومت او داخلي اختلافاتو پاکستان مه ګرموئ

قريشي:
د افغانستان په کمزوري حکومت او داخلي اختلافاتو پاکستان مه ګرموئ
پخوانی دوړن قريشي امريکايانو ته اوس خپل ((ټر)) پر ((پر)) پټوي
 
زموږ له جعلي جهاده د امريکا وعربو پر پرېمانه ډالرو او ريالونو غلا خو ماړه نه شول چې اوس يې لا ښه مالداره کويټي پلاوی هم پخپله پلازمينه کې لوټ کړ



ښاغلی قريشي،
که مو حکومت کمزوری نه وي، نو له يو بهرني کويټي پلاوي مو څنګه غلا کوله؟
د افغانستان د کمزوري حالت او کورنيو ستونزو اصلي ريښه هم تاسې ته رسي چې په جهادي پير کې مو د افغانستان د بېثباته کونې او کمزوري کولو لپاره روزلي او پاللي دي. دا هماغه جهاديان دي چې له حکومته خړوبه کيږي او نڅيږي تاسې ته. د وخت په تېرېدو سره به يې څېرې لا بربنډې او ماهيت ولس ته روښانه شي.
 
ښاغليه،
موږ ته خو لا د تېر ځله معلوم وې چې ښه دوړن وې. له نظامي، سياسي چارواکيو مو راواخله تر شعوري سياسي ملايانو او نامتو لوبغاړو پورې له يوې څلمې دروغژن ياست. له دروغو پرته مو خولې ته بل څه نه راځي. دوکه او فرېب مو په روح و روان کې نغښتی دی. له دومره ديني بنسټونو (مدارسو) او اسلامي اوتو بوتو (باټو) سره لا د دروغو او غلاو دغه بنسټيزه ستونزه حل شوې نه ده. که وای، نو لږ تر لږه به مو يو لوړپوړي چارواکي (بيروکرات) له بهرني کويټي پلاوي د کمرو له لګولو سره سره غلا او شوکې ته زړه نه ښه کولاي، خو رښتيا چې عادت نه هيريږي.
 
همدا اوس په حکومت کې ځينې داسې لوړپوړي جهادي چارواکي شته چې له حکومته يې خوري. امتيازات ترې هم اخلي. د کوړکې چرګې په شان خپل کوړکی دلته وباسي، خو هګۍ په پنجاب کې اچوي.
 
ښاغليه،
غلا، فساد واختلاس د نړۍ په هره ټولنه کې لږ و ډېر شته، خو خپله ټولنه دې په نړۍ کې له هړ اخيز پلوه ساری نه لري. په نړۍ کې لا چا يو ديپلوماتيک پلاوی له يو لوړ پوړي چارواکي نه دی لوټ شوی، خو تاسې هغه خپل کويټی مسلمان درغلی پلاوی مو هم په لوړه کچه له امنيتي پلوه ښې خونې چور کړ، نو داسې کار خو لا د نړۍ پر مخ چېرې نه دی شوی، نو اوس به د دې پړه هم افغان حکومت او يا افغانان ګالي که څنګه؟
 
ښه به دا وي چې پر بل له نيوکو د خپل ځان پر سمونه غور وکړئ او د مذهب په نوم له دغې دروغژنې جعلي جهادي سوداګرۍ پر ځای ځانته حلالې او پر قانوني واخلاقي او هم پر کلتوري معيارونو نورې سمې لارې چارې ځانته ولټوئ. ګوندې دواړه ګاونډي ملکونه به له دغه مصيبته خلاص شو.
 
د افغانستان په کمزوري حکومت او داخلي اختلافاتو پاکستان مه ګرموئ- قريشي
https://www.pashtovoa.com/a/PakistanAfghanistan-relation-Taliban-talks-/4598344.html
 
Bureaucrat caught stealing Kuwaiti delegate’s wallet suspended
https://www.dawn.com/news/1435934
 
Caught on camera: Senior Pakistani finance ministry officer steals Kuwaiti diplomat’s wallet
https://www.financialexpress.com/world-news/caught-on-camera-senior-pakistani-finance-ministry-officer-steals-kuwaiti-diplomats-wallet/1332049/
 
Bureaucrat caught stealing Kuwaiti delegate’s wallet
https://www.dawn.com/news/1435891