فی البدیهه مشاعره

   یادونه : دصفایاران دخپرونې تربشپړیدووروسته خپلې کاري خونې ته له راګرځیدوسره سم مودکمپیوټرپه ښیښه په یوه ښکلي انځورسترګې ورښخې شوې ما(ځیرک فهیم) د((لوستل یې ګران دي څه خوره وره کیسه پرته ده ))نیم بیتي په ویلوله دوستانوهیله وکړه چې راځئ په همدې نیم بیتي في البدیه مشاعره وکړو.
دانودشپې کابودوولس بجې دي زه (ځیرک فهیم ، شیرین اغاجهانګیر،ګل رحمن رحماني ) سره په یوه خونه کې یو چې له همدې موراپیل کړه تاسې یې هم په مینه ولولئ.
             غزل
لوستل یې ګران دي څه خوره وره کیسه پرته ده
دیارپه سترګوکې عجیبه فلسفه پرته ده
               فهیم
ستاناکردې مې ښې په یادي له مانه هيریږي
زماپه زړه کې خوداټوله زمانه پرته ده
               رحماني
مه کوه مه وروړه لاسونه رابیداره به شي
پرخواږه خوب باندې خوږه ، خوږه خوږه پرته ده 
          فهیم
څه شو ې دغرونوښاپیرۍ راځينې هيره نه يې
دژوندشپیلۍ کې لاهم ستادیادټپه پرته ده
          رحماني
زه کړمه ستړی انتظارخوزړه مې ستړی نه شو
په لیوني زړه کې عجیبه حوصله پرته ده
          جهانګیر
زه چې تاغواړمه دمرګ تصویرمې سترګوکې وي
زمااوستاترمینځه لویه هدیره پرته ده
          رحماني
نن مې زړه رپي راته بیاحالات بدل بدل دي
درقیب زړه کې بیابدرنګه دسیسه پرته ده 
           جهانګیر
چیرته کیدی شي دکابل اوپیښوریارانه
ورته په مینځ کې دخیبرلویه دره پرته ده
               جهانګیر
دلته هرڅوک دیودبل دخولې خبرې کوي
په حقیقت باندې بلالویه پرده پرته ده
           فهیم
ریباره زرشه وایه یاردرته هووکړه کنه !
زړه راته چوي زړه کې مې داسې تلوسه پرته ده 
           جهانګیر
۱۳۸۹-۶-۲دصفاراډیودفتر
جلال اباد