غزل

   په لويه لارکې ناست يم دچاپلونه ورانوم
ماشـــــوم غـــــوندې دشګومحلونه ورانوم
 دهجــــــر زلزلـــــو يې حصارونــــــــه نړولــــي
دزړه دکـــــــــــــلاپاتې دېوالونـــــه ورانـــــــوم
پښتون يم سرزوري به مې له غرونوغورځوي
فرهادنه یم چې ستاپه یادبه غرونه ورانوم
دخيال کډه مې وځي دخوبوله شیش محل نه
هــــــندارې ماتومــــــــــه انځــــــــــــــورونه ورانوم
چې بیاپه کې موسکۍ راته څېره دجانان نه شي
څــــــــــــــــــپې په کاڼوولمــــــه ، موجـــونه ورانوم
یووخت مې دګودردشنه چنارپه ډډليکلي
ورځمه رحماني دواړه نومـــــــــونه ورانـــــوم
۱۳۸۸-۵-۸-ننګرهارپوهنتون