زه تياره يم خودوی ستوري داسمان دي
ټول ياران مې اوس دلمرپه لورروان دي
زه اوس هـــــــــم کړې ګناه باندې ولاړيم
دوی که وکړل ګناهونه اوس پښمان دي
له خپل سيوري به چې وړاندې وو په لاره
اوس اوده د بدمــــــرغۍ پــــه بيابان دي
دانړۍ ټولـــــــــــه ختونکـــــې ده اسمان ته
چې داځمکـــــــــــه ده ورپاتې افغانان دي
یوجرس د مرګي شته چې یې راویښ کړي
که نه داخلک نورپاتې لـــــــــــــــــه کاروان دي
رحـــــــــــماني نوردې په چيغونه ويښيږي
نوردې اوښکې مـــــرورې له ګريوان دي
رحــــــــمانــــــــــــي
۱۳۸۹-۵-۹-چک
وروستي