ولسمشر غني د عطا په شمول ډېری زورواکي په رواني ناروغيو اخته کړل

ولسمشر غني د عطا په شمول ډېری زورواکي په رواني ناروغيو اخته کړل
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

د پخوانيو چارواکو او سياسيونو له کړنو ښکاري، چې له واک او قدرت سره مينه لېونۍ او اوږد مهاله وي. که د نړۍ تاريخ ته وګورو نو قدرت او صلاحيت دومره ژوره مينه لري، چې انساني ژوند يې په لاندې پوړ کې راځي. په تاريځ کې به مو لوستلي وي، چې د نړۍ ښايسته ښارونه انسانانو ورانې کړي او انسانان د انسانانو له خوا ووژل شوي دي. په نړۍ کې چې څومره بدبختۍ دي، نو لامل يې جګړې دي، جګړې انسان رامنځ ته کړي او لامل يې د ځان لپاره واک او قدرت ساتل دي.

هغه څوګ چې يو ځل د واک او صلاحيت په مينه کې ښکېل شوي دی، نو بيا يې په اسانۍ سره دغه مينه نه پرېښودلې. د ژوند تر پای یې ورسره داسې مينه کړې ده، چې زرګونه انسانان په کې قرباني شوي، ښارونه يې وران شوي او وروستۍ پايله دا، چې د خپل ژوند په قيمت يې هم د قدرت مينه نه ده خوشي کړې.

همدې ته ورته چاره په افغانستان کې له تېرو ۴۰ کالونو روانه ده او افغان بې چاره ولس يې شاهد دی. د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه د واک او ځواک پر سر وه. يا بهرنيانو دلته د قدرت لټه کوله او يا هم په خپله افغانانو، چې نن يې په مېلېونه قرباني افغانان او وران هېواد راپاتې نمونه ده.

په دې څلور کالونو کې يو شمېر د واک وږي او تږي ليونيان دا هڅه کوي، چې په هره بيه، له هر ځايه او په هر وخت کې؛ دوی بايد خپل واک او ځواک له ځان سره ولري او پياوړی يې کړي. دوی خپل خلک د ډال په توګه مخ ته کوي او نور پرې ويروي، ترڅو له قدرت سره ژوند وکړي.

له هغه وروسته چې ولسمشر غني د هېواد ولسمشر وټاکل شو، نو د تېر په پرتله د زورواکۍ، فساد، خپلسرۍ او نورو غېرقانوني کړنو پر وړاندې مبازه هم کړندۍ شوه. ولسمشر غني جنرال دوستم ته د خپلې وړتيا او استعداد اړوند صلاحيت ورکړ، ډاکټر عبدالله عبدالله يې په داسې چارو بوخت کړ، چې ورسره ښې ښکاري، محمد محقق يې بې صلاحيته کړ، عطا او ضياء مسعود يې ګواښه کړل او همداسې صالح، بسم الله محمدي او نور............

تر هغه چې دغه کسان په حکومت کې وو او يا يې د حکومت دننه ښه صلاحيت، واک او ځواک درلود، نو سم - دم خلک وو، د خولې ادبيات يې پرځای، خبرې يې منطقي، کړنې يې په ظاهري ډول ملتپالې او سلک يې د سياسيونو په څېر وو؛ خو کله چې له حکومت ګوښه شول او يا د حکومت دننه ورڅخه يو شمېر صلاحيتونه واخېستل شو، نو د رواني ناروغان په څېر چلند يې غوره کړ.

هغه وخت چې ولسمشر احمد ضياء مسعود نه وړتيا له امله له دندې لېرې کړ، نو داسې خبرې يې پيل کړي، چې ښايي د خپلې کورنۍ غړي هم پرې شرمېدلي وي. د يوې اونۍ دننه د نوې اداره جوړل، د کورنيو جګړو خوا ته د هېواد رهي کول، د حکومت سقوط، سپکې - سپورې او ډېر نور څه.

له هغې پرته، هر کله به چې ولسمشر غني لومړي مرستيال او اجرائيه رئيس ته يو څه صلاحيتونه ورکم کړل، نو په هغه شيیبه به يې غږ له لوډسپيکرونو بهر شو. همدوی به د حکومت لوړپوړي کسان وو او همدوی به پر حکومت نېوکې کولې او د حکومت پر وړاندې درېځ به يې خپل کړ.

مياشتې وړاندې ولسمشر غني د شمال ستر زورواکی او د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور له دندې لېرې کړ. عطا څو مياشتې ټول هغه څه وويل، چې ذهن ته ورتلل. عطا ښکنځاوې وکړې، ګواښونه يې وکړل، سپکې - سپورې يې وويلې، ولس او حکومت يې تهديد کړل، لنډه دا چې د يو کوچني ماشوم په ډول یې پر خپل کور د کاڼو ګوزارونه پيل کړل.

حکومت بيا له عطا سره يو څه هوکړې وکړې او نوموړی يې راضي کړ. عطا په ياده موده کې چوپ وو، خو کله يې چې ائتلافونو، ټلوالو او لاريونونو د زړه غوښتنې پوره نه کړې، نو يو ځل بيا خپل تېر ته ستون شو. عطا بيا ځلې د په درېيو ورځو کې د حکومت د سقوط خبرې وکړې، د ولسمشر پلار او نيکه يې ياد کړل او دا يې وښوودله چې لا هم له روانۍ ناروغۍ کړيږي.

د عطا په څېر د سياسيونو کړنې او خبرې دا په ګوته کوي، چې يو شمېر زوراکو په رښتيا سره ډېر هغه شته او مقامونه، چې له فسادې لارې او زورواکۍ څخه يې تر لاسه کړي وو؛ له لاسه ورکړي دي او ولسمشر ورته د روانۍ ناروغيو ستونزې پيدا کړي دي.

د دوی يوازينۍ درملنه ځواک، واک، قدرت او صلاحيت دی؛ که ورته ونه رسيږي نو رواني وضعيت به يې له بد هم ډېر بد شي.